لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: له پاکستان سره مو د سوداګرۍ کچه ۵۰٪ کمه شوې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ترانزیتي ستونزو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه نیم په نیمه کمه شوې ده.

ښاغلي غني، چې د شنبې په ورځ (ډيسمبر ۹) په کابل کې د ملي صنایعو له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د افغان صنعتکارانو په یوې غونډه کې وینا کوله وویل "موږ له پاکستان سره د پلار وژنې کومه دعوی نه لرو، خپل ترانزیت دې د باور وړ کړي او رقابت دې وکړي، خو له پاکستان سره زموږ سوداګري نیمه شوې ده، ځکه چې افغان سوداګر پریکړه کوي، چې څه یې په ګټه دي".

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه نږدې درې میلیارد ډالرو ته رسیدله، خو له هغې وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د خرابوالي او ترانزیتي ستونزو له امله اوسمهال د سوداګرۍ دغه کچه اوه سوه میلیون ډالرو ته ټیټه شوې ده.

ولسمشر غني وویل، چې په اوس وخت کې افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره زیاتې لارې په واک کې لري او زیاته یې کړه، چې د ترانزیت ستونزه په اساسي بڼه د حل کیدو په حال کې ده.

هغه وویل "د لاجورد موافقه د افغانستان پيداوار ټولې اروپا ته رسوي. باکو، باتومي او ترکیه به دوامدار او د اعتماد وړ بندرونه وي او یوه ورځ به هم په دې سیاست کې دننه نشي، چې زموږ د ترانزیت لاره وتړل شي".

ښاغلي غني، د چابهار بندر او له هند او تاشکند سره د افغانستان د هوايي دهلیزونو جوړیدل، نورې هغه لارې یادې کړې، چې افغانستان یې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې په پاکستان باندې له اتکا څخه خلاص کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، کوم ریل ګاډي چې حیرتان او مزارشریف ته سوداګریز توکي واردوي له دې وروسته به بیرته ډک ستنیږي.

افغان ولسمشر دغه راز وویل، چې افغانستان په پام کې لري له منځنۍ آسیا څخه جنوبي آسیا ته ۱۵زره میګاواټه بریښنا انتقال کړي او همداشان په کور دننه د بریښنا د تولید پر سر پانګونه وکړي، چې پر بنسټ به یې د بریښنا ستونزه به په راتلونکو دوو کلونو کې په 'اساسي بڼه' حل او تر څلورو کلونو به افغانستان د بریښنا له پلوه په ځان بسیا شي.

د ښاغلي غني پر وینا، له ازبکستان سره د زرو میګاواټو بریښنا د لیږدولو پر سر خبرې روانې دي او له ترکمنستان څخه د تورغونډۍ له لارې سپین‌بولدک ته د بریښنا د لیږدولو پر سر جدي کار روان دی.

ښاغلي غني له افغان صنعتکارانو سره ژمنه وکړه، چې د بریښنا او د ځمکې د کموالي ستونزه به یې حل کړي.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان د خصوصي سکتور او د صنعتکارانو د پیاوړتیا لپاره باید دولتی ادارې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.

افغان ولسمشر له صنعتکارانو څخه وغوښتل چې له منفي رقابتونو څخه لاس واخلي او د یو منظم پلان پر بنسټ له افغان حکومت سره په ګډه د صنعت د پراختیا په برخه کې ګامونه پورته کړي.

(د وي او ای اشنا څانگې په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG