لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبیت المقدس په پریکړه ملګرو ملتونو کې امریکا یوازې پاتې شوې


امریکا ملګري ملتونه په جانبدارۍ تورن کړي اؤ ویلي یې دي چې ملل متحد داسرائیل اؤ فلسطین ترمینځ دامن هڅو ته زیان رسوي
امریکا ملګري ملتونه په جانبدارۍ تورن کړي اؤ ویلي یې دي چې ملل متحد داسرائیل اؤ فلسطین ترمینځ دامن هڅو ته زیان رسوي

دملګرو ملتونو دامنیت شورا په ګډه توکه دامریکایي صدر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسرائیل دپلازمینې تسلیمولو اعلان غندلی اؤ ویلي یې دي چې که بیت المقدس داسرائیل پلازمینه جوړه شوه نو دې سره به فلسطین کې یو خونړي جنګ ته لاره هواره شي.

خو امریکا ملګري ملتونه په جانبدارۍ تورن کړي اؤ ویلي یې دي چې ملل متحد داسرائیل اؤ فلسطین ترمینځ دامن هڅو ته زیان رسوي.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا بیړنۍ غونډه نیویارک کې شوې چې پکې دغړو هیوادونو استازو برخه لرله.

په دغه مهال د سوئیډن استازي اولوف اسکوګ ویلي چې دصدر ټرمپ لخوا بیت المقدس داسرائیل پلازمینه تسلیمول سیمه کې د تاؤ تریخوالي اؤ بې ثباتۍ اور ته د لمن وهلو په معنا دي.

هغه وویل چې دصدر ټرمپ دغه ګام سره به د سوئیډن ، اروپایي اتحادیې اؤ نړیوالې ټولنې دپاره د یروشلم حیثیت کې هیڅ بدلون رانه شي.

هغه دصدر ټرمپ دغه پیښه د ملګرو ملتونو دقراردادونو څخه ښکاره سرغړونه وګرځوله اؤ وئ ویل چې ددغه شخړې هواری دواړه خواوې په خبرو راویستی شي.

هغه وویل چې داسرائیلو د ریاست په وجود کې د راتلو نه یو کال وړاندې په ۱۹۴۷ کې ملګرو ملتونو یروشلم ته د یوې ځانګړې برخې درجه ورکړې وه ځکه چې دا د یهودو، مسلمانانو اؤ مسیحیانو یو مقدس ښار دی.

دبرتانیې سفیر میتهیور کرافت په دغه موقعه وویل چې دخبرو دلارې دشخړې له هواري وروسته به بالاخره یروشلم د اسرائیل اؤ فلسطین ګډه پلازمینه وي.

هغه وویل” ترڅو چې اسرائیل اؤ فلسطین په دغه اړوند یو حل ته ونه رسیږي مونږ نه شو کولی خپله سفارتخانه یروشلم ته یوسو اؤ یا دامریکې پریکړه ومنو”

دامنیت شورا غړو د صدر ټرمپ په پریکړه سختې نیوکې وکړي اؤ وئ ویل داسې قسمه پریکړې دمعاملو هواري کې هیڅ مرسته نه شي کولی.

دفرانس استازي دیتری وویل د صدر ټرمپ د پریکړې سره به سیاسي کشالو کې نور زیاتوالی وشي اؤ دا به ښې نتیجې ونه لري.

دمصر استازي امرابوالعطا هم امریکایي پریکړه وغندله اؤ وئ ویل داسې قسمه یو اړخیزه پریکړه د نړیوالې بڼې نه مخ ګرځول دي

خو په دغه موقعه امریکایي استازې نیکي هیلي دصدر ټرمپ دپریکړې څخه په کلکه ملاتړ وکړو اؤ تور یې ولګولو چې ملګري ملتونه دڅو کلونو راهسې اسرائیل ته په زړه کې کینه لري

هغې وویل ملګرو ملتونو منځني ختیز کې د امن هیلو ته زیان رسؤلو کې تر ټولو زیات کردار ادا کړی .

هغې وویل بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه ګرځول د امریکایي اولس خواهش دی اؤ هرچاته به زمکني حقیقتونه منل وي

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دچهارشنبې په ورځ دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه دمنلو اؤ دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د منتقل کولو اعلان کړی ؤ چې په هغې دنړیوالې ټولنې اؤ اسلامي هیوادونو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ.

فلسطیني چارواکو د صدر ټرمپ داعلان په غبرګون کې ویلي وؤ چې امریکه ددغه پریکړې نه وروسته منځني ختیز کې دامن عمل کې دیو بې طرفه منځګړي حیثیت دلاسه ورکړی دی اؤ د اسرائیل په ډاګیز ملاتړ یې ځان ددغه کشالې یو فریق جوړ کړی دی.

تر دې مهاله هیڅ یو ائتلافي هیواد دصدر ټرمپ داعلان په ملاتړ کې دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د منتقل کولو اعلان نه دی کړی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG