لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهزاد به د ۲۰۱۸م په جنورۍ کې بيرته کرکټ ته راشي


په شهزاد تور ؤ چې هغه د ايي سي سي د منوعه درملو کارولو د ۲.۱ مادي سرغړونه کړې ده.
په شهزاد تور ؤ چې هغه د ايي سي سي د منوعه درملو کارولو د ۲.۱ مادي سرغړونه کړې ده.

د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) ويلي، پرېکړه یې کړې چې د افغانستان د کرکټ ياد لوبغاړي او وکټ کيپر محمدشهزاد به د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ په مياشت کې بيرته کرکټ کولو ته راستون شي.

ايي سي سي محمدشهزاد وروستو له هغې د ۱۲ میاشتو دپاره د کرکټ د هر ډول هلو ځلو نه معطل کړی ؤ چې کله په هغه د ممنوعه درملو کارولو تور ولګېدو.

په نوموړي تور ؤ چې هغه د ايي سي سي د منوعه درملو کارولو د ۲.۱ مادي سرغړونه کړې ده.

محمدشهزاد د ايي سي سي د قانون د سرغړونې کولو اعتراف کړی او د هغې وروستو د ۱۲مياشتو دپاره د کرکټ نه معطل کړی شوی ؤ.

د شهزاد نه د کال ۲۰۱۷م د جنورۍ په ۱۷م نېټه د متيازو نمونه اخستی شوې وه چې د ايي سي سي د ممنوعه دارو کارول پکې مالوم کړی شي.

د هغه نه په اخستل شوؤ نمونو کې بيا ټيسټ کې د ايي سي سي ممنوعه مواد مالوم شوي وو.

شهزاد بيا ايي سي سي ته ويلي ؤ چې هغه په ارادې سره دغسې نه ؤ کړي چې خپله کارکردګي د دغه لارې ښه کړي.

د ايي سي سي جنرال منېجر جيوف الارديس ويلي ايي سي سي د ممنوعه ګرځول شوؤ توکو په اړوند هيڅ رعايت نه کوي، او ټولو نړيوالو کرکټرانو ته يادګېرنه کوي په خپله د داسې څيزونو د خوراک، څښاک نه ځان په ډډه وساتي کوم چې ممنوعه ګرځول شوي دي.

نوموړي ويلي بايد د کرکټ ټول نړيوال لوبغاړي د دغه هر ډول خطرو نه ځان د وړاندې نه په ډډه وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG