لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه ددیني مدرسو سبقونو کې بدلون غواړي


نوموړي د سه شنبې يا زیارت په ورځ کوټه کې يو سيمينار ته په وېنا کې په ډاګه ويلي هغه د ديني مدرسو مخالف نه دی.
نوموړي د سه شنبې يا زیارت په ورځ کوټه کې يو سيمينار ته په وېنا کې په ډاګه ويلي هغه د ديني مدرسو مخالف نه دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېدباجوه په ديني مدرسو غږ کړی چې د زده کړو کچه پراخه کړي تر څو زده کوونکي په ټولنه کې مثبت رول ولوبوي.

نوموړي د پنجشنبې يا زیارت په ورځ کوټه کې يو سيمينار ته په وېنا کې په ډاګه ويلي هغه د ديني مدرسو مخالف نه دی.

د ډان ورځپاڼې ترمخه پوځ مشر ويلي په تېرو څلورو لسيزو کې د عصري سکولونو په پرتله بلوچستان کې دينې مدرسې ډېرې جوړې شوي دي، او " په ديني مدرسو کې یواځې ديني زده کړې ورکولی شي ځکه زده کوونکي يې د پرمختيا په زغل کې وروستو پاتې کيږي".

د رويټرز ترمخه جنرال باجوه ويلي، دا وخت په ديني مدرسو کې د ۲۵ لاکو نه زیات زده کوونکي دي، دوي به څه جوړيږي؟ هغه پوښتنه کړې چې دوي به مولايان جوړيږي که ترهګر؟ هغه ويلي دا امکان نه لري چې دومره جوماتونه جوړ کړی شي چې دوي پکې ځای شي.

هغه ويلي د تعليم ټيټ معيار د ملک ۲۰۷ملينه ابادي په شا بوځي په ځانګړي ډول د مدرسو زده کړې.

هغه ويلي "په دوي کې زياترو ته د دينياتو زده کړې ورکړی کيږي نو د دوي موقع څه ده؟ او په ملک کې د دوي راتلونکی به څنګه وي؟".

نوموړي يوه میاشت وړاندې هم په يوه وينا کې ويلي ؤ، دینې مدرسې اصلاحاتو ته اړتيا لري، او مدرسو له به هم خپلو زدكوونكو ته د ټولنې ګټه ور غړي جوړول وي دغسې چې د ژوند په ټولو برخو كښې پرمختګ وكړې شي.

په پاکستان کې د پخوا راهسې په دیني مدرسو دا تور لګي چې دوي ځوانان سخت دریځۍ ته اړوي.

او په ملک کې د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګ لارې یا نیشنل ایکشن پلان کې هم دا ویل شوي وو په ګرد هېواد کې به د دیني مدرسو شمیره معلوموي، د دوي په نصاب کې به بدلون راولي او دوي ته د راتلونکو فنډونو (خیراتي پیسو) سرچينې به مالومولی شي.

خو تر دې مهاله په پاکستان کې د دیني مدرسو په اړه څه پرمختګ نه دی شوی او نه هم په هېواد کې د غیر قانوني مدرسو د بندولو یا قانوني کولو په اړه څه ګامونه پورته شوي.

د پوځ مشر ويلي په بلوچستان کې د ۱۰ زرو نه سېوا استازان له دندو لرې کړی شوي چا چې د صوبې د تعليم کچه خرابوله. هغه د انتظامي ستونزو هوارولو دپاره د معياري زده کړو غږ کړی دی.

د پوځ مشر د افغانستان د کورنيو جګړو يادګېرنه کړې چې د پولې دې لوري ته سيمه يې اغېزمنه کړې او د بلوچستان سوله او اقتصادي ثبات يې کمزوری کړی دی.

جنرال باجوه په ملک کې د قابليت او اقتصادي پرمختيا په اړوند ويلي دا د فعاله جمهوريت سره تړلي دي.

هغه په دې خبره ټينګار کړی چې پوځ د پاکستان د رياست او خلکو اداره ده ځانله حکومت نه دی.

پوځي مشر ويلي بلوچستان تجربه لرونکو بېوروکرېټ مامورينو ته اړتيا لري او هغه په دغه اړوند پخواني وزيراعظم نوازشریف ته ویلي ؤ چې بلوچستان ته دې تجربه لرونکي چارواکي وليږي چې دغه صوبه د تيارو نه اوباسي.

جنرال باجوه ويلي دا وخت په ملک کې د پوځ د انتظام لاندې چلېدونکو سکولونو او تعلیمي ادارو کې د ۲۵ زرو نه زیات بلوڅ زده کوونکي تعلیم ترلاسه کوي، او د ۲۰ زرونه سېوا په پوځ کې دنده ترسره کوي.

هغه ويلي راتلونکی يې روښانه دی او ځوان کول اهليت لري، بلوڅ ځوانان هم د ملک د نورو برخو په رنګ قابلیت لري هغه ويلي زمونږ سره منابع يا وسايل پوره دي خو بشري وسايلو ته اړتيا لرو.

نوموړي په تربت کې د اېم ار ايي مرکز جوړولو اعلان هم کړی دی، او زیاته کړې يې ده پوځ د ملک او قام اداره ده او د ملي امنيت او پرمختيا په لړ کې به خپل رول ترسره کوي.

هغه ويلي په جمهوريت او جمهوري اقدارو يقين لري او زیاته کړې يې ده دا زمونږ ملي دنده ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG