لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي له دې وروسته به امریکایي ډرون رانسکوروي


US Drone
US Drone

دپاکستان د هوایي ځواکونو مشر مارشال سهیل امان ویلي که چرې دامریکا ډرون الوتکې دپاکستان دهوایي حدونو څخه سرغړونه وکړي نو رانسکورې به کړل شي.

خو دفاعي څیړونکي وایي چې پاکستان هیڅکله دامریکایي ډرون د ویشتلو غلطي نه شي کولی ځکه چې د ډرون نه وروسته به دامریکا جنګي الوتکې حرکت کې راځي اؤ پاکستان دهغې د خطرناکو عواقبو څخه ښه خبر دی.

دزیارت په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې یوې دستورې ته پخپله وینا کې دهوایي ځواکونو مشر وویل دپاکستان هوایي ځواک اوس ډیر پیاوړی شوی اؤ دخپلې خاورې څخه ددفاع کوټلی توان لري.

هغه وویل “هوډ مو کړی دی چې ځان به پخپلو پښو دروؤ، اوس به پخپله جنګي الوتکې جوړوؤ، دبل چا څخه به هوایي ټیکنالوجي نه غواړو”

مارشال سهیل امان زیاته کړه کله چې تیرو وختونو کې ترهګرو کامره کې په هوایي اډه برید وکړو نو یوه الوتکه یې په بشپړ ډول تباه کړې اؤ بلې ته یې زیان رسولی ؤ.

هغه وایي ددغو الوتکو دبیا جوړونې دپاره نړیوالې ادارې پاکستان څخه ۲۸۷ میلینونه ډالر غوښتل خو دپاکستان خپلو انجنئیرانو اؤ سائنسدانانو دغه الوتکې یوازې د۲۵میلیونو ډالرو په لګښت جوړې اؤ دبیا الوت جوګه کړې.

خو دپاکستان دپوځ یو لوړ پوړي پخواني افسر اؤ ددفاعي چارو څیړونکی بریګیډئیر(ر) سعد مومند وایي چې دپاکستان لخوا دامریکایي ډرون د رانسکورولو دړکه داولس خوشحالو دپاره یوازې دیو بیان حیثیت خو لرلی شي ولې دپاکستان پوځ به کله هم د ډرون رانسکورولو عملي اقدام ونه کړي.

وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي سعد مومند وویل

هرڅو که پاکستان د ډرون راغورځولو ټیکنالوجي په لاس کې لري خو د ډرون رانسکورول دومره ساده خبره هم نه ده

دهغه په وینا “دوئ (پاکستان) که ډرون رانسکوره کړي اؤ د شانه ورپسې دامریکا جنګي الوتکې راشي نو دابه دتباهۍ نه ډکې نتیجې ولري”

هغه وویل فکر نه کوي که دا دپاکستان دپوځ رسمي تګلاره وي چې امریکا ته به دغسې کوټلی جواب ورکړي بلکې دغسې بیانونه دموقعې په مناسبت یوازې داولس دخوشحالولو دپاره وي.

له دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې پاکستاني چارواکو امریکا ته دغسې دړکې ورکړي چې پخپله خاوره به ډرون بریدونه ونه زغمي

خو امریکا ددغو ټولو ګواښونو باوجود دپاکستان په خاوره ډرون بریدونو ته دوام ورکړی اؤ تر دې مهاله یې دغو بریدونو کې دترهګرو ډلو مهم کمانډران اؤ جنګیالي وژلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG