لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې درکه کسانو په معامله پوځي اؤ استخباراتي چارواکي پارلیمان ته راغوښتل کیږي


دفرحت الله بابر وینا ده چې دبې درکه کسانو د پیداکولو په معامله کې پارلیمان اؤ ستره محکمه دواړه ناکام شوي
دفرحت الله بابر وینا ده چې دبې درکه کسانو د پیداکولو په معامله کې پارلیمان اؤ ستره محکمه دواړه ناکام شوي

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو کمیټې دبې درکه کړل شوؤ کسانو په معامله دهیواد داسخباراتي شبکو اؤ نورو اړونده چارواکو د رابللو پریکړه کړې ده

خو ددغه کمیټې غړی سنیټیر فرحت الله بابر وایي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي اؤ ایي بي له دې وړاندې هم سترې محکمې رابللې وې ولې څه ګټه یې نه ده کړې .

دفرحت الله بابر وینا ده چې دبې درکه کسانو د پیداکولو په معامله کې پارلیمان اؤ ستره محکمه دواړه ناکام شوي ځکه چې څوک دخلکو په بې درکه کولو کې ککړ دي هغوئ د ریاستي ادارو څخه زیات طاقتور دی اؤ دریاست دننه یې خپل ریاست جوړ کړی دی.

په پاکستان کې دامهال په سوونو کسان په جبري توګه بې درکه دي چې دهغوئ کورنۍ ددغو کسانو د پورته کولو پره دهیواد په استخباراتي ادارو اچوي خو پوځ اؤ‌ استخباراتي ادارې ددغو تورونو منلو ته تیار نه دي.

د زیارت په ورځ د پاکستان دسینیټ دبشري حقونو دکمیټې غونډه د سنیټیرې نسرین جلیل په مشرۍ شوې چې پکې د بلوچستان نه د بې درکه کسانو په اړوند بحث شوی دی.

په دغه مهال د بلوچستان مرستیال داخله سکتر سنیټرانو ته بلوچستان نه دبې درکه کسانو په اړوند احوال تیر کړی اؤ‌ ویلي یې دي چې دا مهال دبلوچستان نه ۱۳۶ کسان ورک دي.

هغه ویلي چې بې درکه کسانو کې تراوسه د ۲۷ؤ مړي موندل شوي، ۱۰۴ تنه راخلاص کړی شوي اؤ خپلو کورونو ته رسیدلي دي.

دمرستیال داخله سکتر وینا وه چې کوم بې درکه کسان خپلو کورونو ته رسیدلي دهغوئ څخه د بیانونو اخستو هڅه شوې ده خو دبیانونو ورکولو نه یې انکار کړی ځکه نو معلومه نه شوه چې دوئ چا پورته کړي وؤ؟

هغه ومنله چې د څو بې درکه کړل شوؤ کسانو کورنیو ددغو بې درکیو تورونه په استخباراتي شبکو لګولي دي.

دکمیټې په دغه غونډه کې پریکړه شوې چې داستخباراتي شکو مشران اؤ راخلاص شوي کسان به غونډې ته رابللی اؤ د راخلاصو کړی شوؤ کسانو نه به پوښتلی شي چې هغوئ چا تښتولی وؤ؟

دکمیتې مشرې نسرین جلیل ویلي چې ددغه غونډې نه وورسته به د استخباراي شبکو مشرانو ته ټول حقیقت مخې ته کیښودلی اؤ ورته به ویلی شي چې اوس نوره دا لړۍ ودرؤل پکار ده

دبشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت تنظیمونه وایي دپاکستان دبیلابیلو برخو نه دا مهال په سوؤنو کسان بې درکه دي .

په دغو بې درکه کسانو کې زیاتره وخت د ځینو په ګولو سوري مړي موندل کیږي چې دهغوئ د بې درکه کولو اؤ وژنو تور دهیواد په پوځي اؤ استخباراتي ادارو لګي خو پوځي اؤ استخباراتي ادارې دغه تورونه رد کوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG