لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې ټولنيز فعال بې درکه شوی


پاکستان کې له دې وړاندې هم په ټولنيزو رسنيو فعال څو کسان په دې خبره بې درکه کړی شوي چې په حکومت او پوځ به يې نيوکې کولې.
پاکستان کې له دې وړاندې هم په ټولنيزو رسنيو فعال څو کسان په دې خبره بې درکه کړی شوي چې په حکومت او پوځ به يې نيوکې کولې.

په وروستيو کې چې په اسلام اباد کې تندروه ډلې احتجاجي پرلت وهلی د هغې په تړاؤ د تندروۍ او مذهب د سپکاوي په اړوند د بحث دپاره د ناستې راجوړولو وروستو ټولنيز فعال د پنچاب صوبې سر ښار لاهور څخه بې درکه شوی دی.

حامدناصر ويلي ۴۰ کلن رضاخان ورور يې د شنبې د ورځې نه د لاهور نه بې درکه دی دواړه موبايلې يې بندې دي او دوي پولیس ته رپورټ کړی دی هغوي يې مرسته کوي.

د ځايي رسنيو ترمخه د شنبې په ورځ راجوړه ناسته کې خان په حکومت سخت ټکونه کړي چې په اسلام اباد کې يې سخت دريځو ته اجازه ورکړې چې د هغوي د ناستې نه پلازمينه اسلام اباد د دوه اوونيو څخه د زياتو ورځو پورې تړلی پروت ؤ.

اسلام اباد کې د تحريک لبېک يارسول په نوم سخت دريځه ډلې احتجاجي ناسته پېل کړې چې د قانون مرکزي وزير زاهدحامد په يو قانون کې د مذهب سپکاوی کړی او د ختم نبوت ماده يې چېړلې وه.

وروستو د عدالت په حکم د ناستې لرې کولو په وخت د مظاهره چيانو او پوليس ترمنځ نښتې شوې او ځايي رسنيو پکې د شپږو تنو د وژلو او ۱۵۰ نه زياتو ژوبلېدو راپور ورکړی ؤ.

د هغې وروستو د پوځ په مينځګړيتوب د احتجاج کوونکو او حکومت ترمنځ د يوې لوظنامې وروستو احتجاجي ناسته پای ته رسېدلې او په دغه لوظنامه د حکومت د سرټيټولو په اړوند په ټولنيزو رسنیو سختې نيوکې شوې وې.

بې درکه شوي خان به نه يواځې د تندوره فکر بلکې د لږکيو د حقونو او مذهب د سپکاوي د قانون په اړوند اواز اوچتوؤ او د پاکستان او هند د دوستۍ دپاره غورځنګ (اغاز دوستي) فعاله غړی ؤ.

رضاخان په داسې حال کې بې درکه شوی چې په وروستيو کې په پاکستان کې د بې درکه خلکو د پېښو د پلټنو دپاره جوړ کمېسون سترې محکمې ته ويلي د ۱۴۹۸ داسې کسانو پېښې ثبت شوي چې په زوره بې درکه کړی شوي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو فعال مهدي حسن د لاهور نه د خان بې درکي غندلې او ويلي يې دا څرګنده خبره ده چې د پاکستان په شان ملکونو کې د دغه ډول پېښو په شا د چا لاس وي.

وي او ای سره په خبرو کې نوموړي ویلي، "چې کله ته يو روښان فکره فعال يې، په پوځ او حکومت نيوکې کوې نو د هغې قيمت به درته په غاړه کيږي، په ملک کې حکومتي ادارې د بنيادي بشري حقونو سرغړونه کوي څوک به چې د خان په بې درکۍ کې لاس لري".

پاکستان کې له دې وړاندې هم په ټولنيزو رسنيو فعال څو کسان په دې خبره بې درکه کړی شوي چې په حکومت او پوځ به يې نيوکې کولې.

خو د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي چې د چا په بې درکۍ کې لاس لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG