لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان کې د ځانمرګي بريد وروستو د امن لښکر غړی وژل شوی


د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې په جنوبي وزيرستان او په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وو.
د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې په جنوبي وزيرستان او په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وو.

پرون د سه شنبې په ورځ شمالي وزيرستان کې د يو ځانمرګي بريد وروستو ماښام په جنوبي وزيرستان کې نامالومو وسله والو د امن لښکر يو فعاله غړی په ډزو وژلی دی.

د جنوبي وزيرستان د چارواکو په وېنا د ټانک سره څېرمه پرته سيمه کې د وسله والو تندلارو پرضد د حکومت پلوه امن کمېټۍ يو فعاله غړی احمدعلي نامالومه وسله والو وژلی دی.

د امن کمېټۍ د غړي د وژنې زمه واري د پاکستاني طالبانو وياند محمدخراساني منلې ده.

د شمالي وزيرستان نه د کډوالو يو مشر ملک غلام وايي د وزيرستان نه يې کډې وکړې سخت ژوند يې تېرو کړو قربانۍ يې ورکړې خو دوي اندېښمن دي چې اوس هم لا امن نه دی په ځای شوی.

"زمونږ خو ډېره تمه وه چې په وزيرستان کې به ډېر ښکلی امن وي لکه څنګه چې په نورو ضلعو کی امن دی او حکومت هم دا دعوه کړې وه خو د پرونو پېښو وروستو د وزيرستان خلک سخت پرېشانه دي او مونږ ناامېده شو".

د سه شنبې په ورځ شمالي وزيرستان کې په ترسره شوي ځانمرګي بريد کې شپږ ځايي کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو.

د چارواکو په وېنا د ځانمرګي هدف په ګزمه بوخت د پوځ يو ګاډی ؤ خو ځانمرګي خپل موټر سايکل د پوځي ګاډي ترمنځ راتلونکې رکشې نه تمبولی ؤ.

تېره اوونۍ هم په جنوبي وزيرستان کې يوه چاؤدنه کې د امن کمېټۍ يوه فعاله غړی د پينځه ؤ تنو په ګډون وژل شوی ؤ.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کې تازه پېښو ځايي خلک اندېښمن کړي چې پوځ د سيمې پاکولو ادعا کړې او د پوځي عملیاتو له امله کډوال شوي خلک يې راستانه کړه اوس بيا څنګه دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې په جنوبي وزيرستان او په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وو.

د دغو عملياتو څخه د سيمې نه د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې خو د عملياتو څه موده وروستو پوځ ادعا کړې چې سيمې يې د وسله والو تندلارو څخه پاکې کړي او خلکو ته يې بيرته خپلو علاقو ته د راستنېدو ويلي ؤ.

د سيمې خلک وايي وزيرستان ته خلک په ډېرو چيک پوستو تيريږي بيا دغلته ترهګر څنګه وررسي چې عام خلک په نخښه کوي.

ځايي خلک وايي ښکاري چې په سيمه کې ناکامه پوځي عمليات شوي دي، خو پوځ ادعا کوي چې په ملک کې يې دترهګرۍ ملا ماته کړې ده او د ملک د زياترو برخو نه د ترهګرو ډلو څخه په پاکولو کې بريالي شوي دي.

پوځ دغه ادعاوې په داسې حال کې کوي چې نزدې اوونۍ وړاندې پاکستاني طالبانو د خېبرپښتونخوا سر ښار پښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز بريد کړی او د اته ؤ زده کوونکو په ګډون يې پکې نهه تنه وژلي وو.

نزدې لس ورځې وړاندې هم په پېښور کې يو ځانمرګي بريد کې د پولیس يو لوړ پوړی چارواکی وژل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG