لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:د ډرون برید کې دداعش۲۵ جنګیالي وژل شوي


اچین دننګرهار هاغه اولسوالي ده چې داعش پکې زیات فعالیت لري
اچین دننګرهار هاغه اولسوالي ده چې داعش پکې زیات فعالیت لري

افغان چارواکي وایي دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې دامریکایي بې پلوټه الوتکې په یو برید کې دترهګرې ډلې داعش ۲۵ جنګیالي وژل شوي دي.

دننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال خبریالانو ته ویلي دغه برید دسه شنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې شوی.

اچین دننګرهار هاغه اولسوالي ده چې داعش پکې زیات فعالیت لري اؤ د روان کال د اپریل په میاشت کې امریکایي ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې دداعش په جنګیالو دنړۍ تر ټولو ستر بم (دبمونو مور)هم غورځولی ؤ.

په دغه بمي برید کې دداعش ګڼ شمیر مهم کمانډران اؤ بهرني جنګیالي وژل شوي وؤ.

افغان چارواکي وایي په تازه برید کې دداعش د ۲۵ؤ جنګیالیو د وژل کیدو ترڅنګ دهغوئ وسلې اؤ مهمات هم تباه شوي دي.

ښاغلي مشرقي وال زیاته کړې ده جاسوسي الوتکې دغه برید په مامند دره کې دداعش دجنګیالو په یوه ځاله کړی دی

ترهګرې ډلې داعش تراوسه ددغه برید په اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی .

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دا مهال داعش په چټکتیا سره خپلې پښې پیاوړې کوي اؤ په ننګرهار کې یې یو شمیر سیمې دخپل کنټرول دلاندې هم راوستي دي.

دافغانستان اولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي دا مهال په افغانستان کې دا مهال لږ ترلږه ۲۱ ترهګرې ډلې په ورانکارۍ بوختې دي اؤ افغان ځواکونه په مړانې سره ددغو ورانکارو ډلو مقابله کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG