لاس رسیدونکی لینک

په هرنايي کې درې خواريکښ په ډزو وژل شوي


بريد کې د وژل شوؤ خواريکښو تعلق د بلوچستان صوبې د پښتنو د سيمې ژوب سره دی.

د پاکستان بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې د نامالومووسله والو په ډزو کې درې خواريکښ وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

بريد کې د وژل شوؤ خواري کښو تعلق د بلوچستان صوبې د پښتنو د سيمې ژوب سره دی.

د ليويز چارواکو په وېنا دغه پېښه د سه شنبې يا نهې په ماښام د هرنايي ضلعې په نَکس علاقه کې رامنځته شوې ده او وسله وال د بريد وروستو د پېښې نه په تېښته کې بريالي شوي دي.

چارواکو ويلي خواريکښ د رېل پاټلۍ په جوړولو بوخت چې په دغه وخت پرې وسله والو بريد کړی دی.

پېښه کې ژوبل او مړه خواريکښ د هرنايي ضلعي روغتون ته وړل شوي دي.

د بريد وروستو امنيتي ځواکونو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي دي.

په ناقراره صوبه بلوچستان کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي، چې زياتره پکې د سي پېک په پروژه کې شامل خواريکښ په نخښه کيږي.

د تېرې مياشتې په وروستيو کې د بلوچستان په تربت کې د پينځه ؤ تنو په ډزو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.

له دغې درې ورځې وړاندې هم د تربت نه په ګولیو ویشتل شوي ۱۵ مړي ترلاسه شوي وو چې د وژنې پړه یې د بلوچستان بېلتون خوښې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي په غاړه اخستې وه .

د دغو ۱۵ مړو په هکله د کېچ ضلعې ډپټي کمشنر ویلي ؤ چې د ایران د لارې یې اروپا ته د اوړېدلو هڅه کوله خو بیلتون خوښې ډلې دعوه کړې وه چې دغو کسانو د پاکستان او چین په اقتصادي لاره سي پېک کار کولو او له دغه امله وژل شوي دي.

بلوچستان کې د بدامنۍ د پېښوزمه واري په بېلتون خوښو وراچول کیږي.

خو بلوچستان تل دغه ګيله کوي چې د ملک د ټولو نه زیات وسايل هم دغه صوبه لري خو تور لګوي چې حق يې تل د پنجاب صوبې تروړلی دی.

XS
SM
MD
LG