لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ به بېت المقدس د اسرايل دپلازمينې په توګه وپېژني، دعرب ليګ سخت غبرګون


عرب ليګ خبرداری ورکړی که د امريکې سفارتخانه بېت المقدس ته انتقاليږي خطرناکې پايلې به ولري.
عرب ليګ خبرداری ورکړی که د امريکې سفارتخانه بېت المقدس ته انتقاليږي خطرناکې پايلې به ولري.

د عربي اتحاديې يا عرب ليګ هېوادونو د سخت غبرګون باوجود د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ پلان لري چې د چهارشنبې يا شورو په ورځ اعلان وکړي چې امريکا بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه پېژني.

خو څيړونکي او چارواکي هيله نه کوي چې صدر به د تل ابېب نه د امريکايي سفارتخانې منتقل کولو نېټه وټاکي، او دغه ګام ښايي په عرب نړۍ کې تشدد راوپاروي.
عرب ليګ خبرداری ورکړی که د امريکې سفارتخانه بېت المقدس ته انتقاليږي خطرناکې پايلې به ولري.

د دغه اعلان د تيارۍ په لړ کې صدر ټرمپ د منځیني ختيځ پينځه مشرانو سره په ټيليفون خبرې کړي او د پرېکړې په اړه يې خبر کړي دي.

د سپينې ماڼۍ ترمخه صدر د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو، د فلسطين صدر محمودعباس، د اردن صدر عبدالله، د مصر صدر عبدالفتح السيسي او د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود سره خبرې کړي دي.

بيان کې د نور تفصيل ورکولو پرته ويل شوي چې مشرانو د يروشلم په اړوند ممکنه پرېکړه باندې خبرې کړي دي. دغه رنګ صدر د اسرايل او فلسطين د سولې د خبرو مخ په وړاندې بوتلو دپاره عزم هم څرګند کړی دی.

د عرب هېوادونو غبرګون

د صدر ټرمپ د فلسطين د صدر محمودعباس سره د خبرو وروستو د ښاغلي عباس ویاند ويلي نوموړي امريکا د خپلو اندېښنه نه خبر کړې ده او په ډاګه کړې يې ده چې دغه پرېکړه به د سخت غبرګون پايلي ولري.

وروستو صدر محمودعباس د صدر ټرمپ د پرېکړې په ضد د نړيوالو مشرانو څخه مرسته غوښتې او هغه د روس او فرانس ولسمشرانو او پوپ فرانسس ته نېغ په نېغه په ټيليفون خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي.

هغه ويلي نړيوال مشران دې د فلسطين مرسته وکړي چې صدر ټرمپ د خپلې دغې پرېکړې عملي کولو څخه په ډډه وساتي.

يورپي يونين هم صدر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د سفارتخانې منتقل کولو څخه به د نړۍ په لويه برخه کې د عامو عقيدتمندو زړونه خفه شي او ښې پايلې به ونه لري.

دغه ډول د اردن شاه عبدالله هم ويلي چې د امريکايي سفارتخانې بېت المقدس ته وړلو سره به مسلمانان او عيسايان دواړه خفه شي.

ترکي هم د امريکې د پلان مخالفت کړی او ګواښ يې کړی که بېت المقدس د اسرايل پلازمينه ومنل شوه نو ترکي به د اسرايل سره خپلې اړيکې پرې کړي.

سعودي عرب هم د صدر ټرمپ په پرېکړه د ناخوښۍ څرګندونه کړې ده او دغه ګام يې په منځني ختيځ کې د امن هڅو دپاره ضربه بللې ده.

بېت المقدس د اسلام، عيسايت او يهوديانو درې واړو مذهبونو دپاره مقدس ځای دی، اسرايل مدام دې ښار ته د پلازمينې درجه ورکوي خو فلسطينيان يې په راتلونکې کې د خپلې پلازمينې جوړولو غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG