لاس رسیدونکی لینک

چين د سي پېک د ځينو پروژو پېسې نه ورکوي


د چين لخوا د دغو پېسو ودرولو له امله به د ۱۰۰ اربو روپو نه په زیاتو منصوبو اغېزه ولري

چين د پاکستان سره په ګډه د جوړېدونکي اقتصادي لارې سي پېک په اساس د خېبرپښتونخوا د دوه غټو سړکونوترڅنګ د جوړېدونکو درېو سړکونو پېسې په موقتي ډول ايسارې کړي دي.

ډان ورځپاڼې د یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له خلې ويلي چين پرېکړه کړې چې تر څو د بيجينګ نه نوې لارښوونه نه وې شوي تر هغې به د دغه پروژو دپاره پېسې نه ورکول کيږي.

ورځپاڼه ليکي چې د چين لخوا د دغو پېسو ودرولو له امله به د ۱۰۰ اربو روپو نه په زیاتو منصوبو اغېزه ولري خو دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې دغه اغېزه به څومره لويه وي.

ورځپاڼه ليکي چې په لمړني راپور کې پخلی شوی چې د چين د دغو پېسو ودرولو سره به درې پروژې د ځنډ ښکار شي.

په ممکنه ډول دغو اغېزمن کېدونکو پروژو کې ۲۱۰ کلوميټر د ډېره اسماعيل نه تر ژوب پورې سړک هم شامل دی چې ټاکل شوې د ۸۱ اربه روپو په لګښت به جوړول کيږي.

د دې ترڅنګ د بلوچستان د خضدار ۱۱۰ کلوميټره هاغه سړک هم د اغېز لاندې راتلی شي چې د اته اربه او پينځه کروړه روپو په لګښت جوړيږي.

د قراقرم د لوې لارې د رائې کوټ سيمې څخه د شانګلې د تاکوټ سيمې پورې جوړېدونکی ۱۳۶ کلوميټره سړک هم د چین د پېسو نه ورکولو له امله په موقت ډول خطره کې لوېدلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې دغه درې واړه پروژې په اصل کې د پاکستان د حکومت د پرمختيايي پروګرام برخې وې خو تېر کال د دسمبر مياشت کې د پاکستان د سړکونو جوړولو محکمې (اېن اېچ ای) د وياند لخوا اعلان شوی ؤ که چين چرته په اسانه او ارزانه توګه پانګونه غواړي نو دغه پروژې به ورته په سي پېک کې شاملول وي.

پاکستاني چارواکي دغه ورځپاڼه ته ويلي چې د دغو درېو واړو پروژو دپاره پنګې تېر کال منظورې شوې وې او هيله کېده چې د روان کال تر ۲۰م نومبره به دغه پنګې پاکستان ته ورکړی شي خو اوس د دواړو هېوادونو د ګډې کاري ډلې په غونډه کې چين پاکستان ته په ډاګه کړې ده چې تر څو بيجينګ د دغو پېسو ورکولو دپاره نوې لارښوونه نه وي کړي پېسې به پاکستان ته نه ورکړی کيږي.

پاکستاني چارواکي وايي چې چين ورته ويلي دي چې په تېرو وختونو کې د پنګو ورکولو طريقه يواځې د لمړنيو پروژو دپاره وه او د سي پېک د دايمي پروژو دپاره به چين نوې لارښوونې کوي.

د سي پېک د پروژې لاندې چين پاکستان کې د ۵۶ اربو ډالرو په لګښت بېلابيل سړکونه، د رېل پاټلۍ او د فابريکو ښارونه جوړوي.

خو په پاکستان کې پښتون او بلوڅ ملت پاله ګوندونو ترڅنګ د سندهـ صوبې حکومت هم نيوکه لري چې د سي پېک منصوبې ټولې مهمې ګټې د لويې صوبې پنجاب لمنې ته غورځول شوي.

بل لور ته د پاکستان غليم ګاونډي هېواد هند په دغو پروژو نيوکې لري او وايي ځينې سړکونه د هاغو سيمو نه تېريږي چې لانمجنه بڼه لري.

XS
SM
MD
LG