لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ژوندی په لاس ورغلی ترهګر ولې وژل شوی؟


پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د جمعې په ورځ ترهګر بريد شوی چې پکې د اته ؤ زده کوونکو په ګډون نهه تنه وژل شوي وو.
پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د جمعې په ورځ ترهګر بريد شوی چې پکې د اته ؤ زده کوونکو په ګډون نهه تنه وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍکې مخالفه ګوندونو غوښتنه کړې چې د پېښور په ترهګريز بريد کې د ژوبل هاغه زده کوونکي د دعوې پلټنې دې وکړی شي چې ويلي يې دي د بريد په مهال هغه يو ترهګر قابو کړی او ټوپک يې ترې اخستی خو پوليسو دغه ترهګر د ژوندي نيولو په ځای وژلی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت اتحادي ډلې جماعت اسلامي هم په اسمبلۍ کې د دغه غوښتنې ملاتړ کړی دی.

د پاکستان پيپلزپارټۍ د اسمبلۍ ښځينه غړې نګهت اورکزۍ ويلي يو زده کوونکي د يو ترهګر نه ټوپک اخستی او په کمره کې يې بند کړی دی.

هغې د زده کوونکي په اړوند ويلي،" پوليس په ځای د دې چې ترهګر نيولی وی په هغه يې ډزې کړي او وژلی یې دی".

اورکزۍ د هاغه زده کوونکي د خلې دغه خبره په اسمبلۍ کې کړې څوک چې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز بريد کې ژوبل شوی ؤ.

پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د جمعې په ورځ ترهګر بريد شوی چې پکې د اته ؤ زده کوونکو په ګډون نهه تنه وژل شوي او وروستو پوځ او پوليس ويلي ؤ درې واړه بريد کوونکي ترهګر يې په ځای وژلي وو.

نګهت اورکزۍ ويلي پوليسو د ترهګر په وژنه هغه ثبوتونه د لاسه ورکړه چې د هغه په نيول کېدو د ترهګرو په اړوند استخباراتي ادارو د بريد پلان کوونکي مالومولی شو.

په اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي سينئر وزیر عنايت الله خان وړانديځ کړی چې د بې وسلې کړی شوي بريدکوونکي د وژنې پلټنې دې وکړی شي.

نوموړي وزير د مخالفه ګوندونو د غوښتنې ملاتړ کړی چې په صوبه کې دې د ترهګرۍ د پېښو بيرته رامنځته کېدو په اړوند د کېمرې په وړاندې مشران په اعتماد کې واخستی شي.

هغه ويلي د پوليس مشر دې په صوبه کې د سياسي ګوندونو مشرانو ته د تازه ترهګر بريد احوال تېر کړي.

په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو ممبرانو سيدجعفر شاه، سردارحسېن بابک، سردار اورنګزېب نلوټا، سکندرشېرپاؤ، مفتي سيدجنان او فخراعظم او د جماعت اسلامي اظهارالملک افکاري هم د بې وسلې کړی شوي بريدګر د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د اسمبلۍ اسپيکر اسدقېصر چې په مشرۍ يې غونډه روانه وه د بې وسلې کړی شوي بريدګر په اړوند د زده کوونکي د بيان په رڼا کې د پلټنو امر کړی دی.

د پېښور د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د بريد پای ته رسېدو سمدست وروستو اېس اېس پي اپرېشن سجادخان رسنيو سره خبرو کې ويلي ؤ بريد کوونکي پينځه ترهګر يې وژلي دي.

وروستو بيا د پوځ او پوليس په بيان کې ويل شوي وو، چې بريد کوونکي ترهګر درې تنه وو او درې واړه وژل شوي دي.

پېښور کې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه په ارمي پبلک سکول ترهګريز بريد کې د ۱۵۰ نه زيات زده کوونکي او مامورين وژل شوي وو چې د دغو وژل شوو ماشومانو کورنۍ تر ننه په سکول د ترهګريز بريد د پلټنو غوښتنې کوي خو تر دې مهاله د دغه پېښې دقيقي پلټنې مخې ته نه دي راغلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG