لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې امریکا ته داسلامي هیوادونو دوګړو په سفر بندیز جائز وبللو


دامریکا سترې محکمې دصدر ټرمپ لخوا د شپږو اسلامي هیوادونو د وګړو امریکا ته په سفر د بندیز حکم قانوني ګرځولی خو ویلي یې دي د لاندې کچ په محکمو به ددغه دوسیې اوریدنه روانه وي.

دامریکا دصدارتي فرمان په اساس به د شپږو هیوادونو د وګړو چې اکثریت یې مسلمانان دي، امریکا ته په سفر بندیز ولګي.

د سترې محکمې په نهو قاضیانو کې اوو قاضیانو دصدارتي امر په حق اؤ دوؤ یې په مخالفت کې خپله پریکړه صادر کړې ده

د سترې محکمې دپریکړې نه وروسته به اوس د شپږو ملکونو وګړي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا او یمن شامل دي، امریکا ته سفر نه شې کولی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې د سفر د بندیز هدف یې خپل ملک د اسلامي ترهګرو نه خوندي ساتل دي.​

دسپینې ماڼۍ مرستیال ویاند هوګن ګیډلی ویلي دسترې محکمې په پریکړه حیرانتیا نه ده پکار بلکې دهیواد خوندي کول اړین دي.

خو دامریکا داسلامي اړیکو شورا د شپږو هیوادونو د وګړو په سفر بندیز ته په مسلمانانو د بندیز نوم ورکړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG