لاس رسیدونکی لینک

داسلامي همکارۍ دسازمان لخوا امریکا سره داړیکو شلولو ګواښ


د بیت المقدس ښار

داسلامي همکارۍ سازمان(او ایي سي) ګواښ کړی چې که چرې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ بیت المقدس داسرائیل دپلازمینې ګرځولو پریکړه وکړي نو دوئ به نه یوازې امریکې سره خپلې اړیکې وشلوي بلکې خپله بیړنۍ غونډه به هم راوبلي.

دخبري ادارې ای پي د راپور له مخې داسلامي همکارۍ سازمان پخپل بیان کې ویلي چې که کوم ریاست هم خپله سفارتخانه بیت المقدس(یروشلم) ته یوړه اؤ دغه سیمه یې د اسرایل پلازمینه وګڼله نو د او ایي سي ۵۷ؤ غړو هیوادونو ته دهغه هیواد سره خپلې اړیکې شلول پکار دي.

اسرائیل د ۱۹۶۷ په جګړه کې د بیت المقدس ختیزه برخه دخپل واک لاندې راوستې اؤ هغه یې پلازمینه ګرځولې وه خو فلسطینیان دعوه کوي چې دا دهغوئ پلازمینه ده.

له دې وړاندې په میډیا دځینو امریکایي چارواکو له خولې داسې بیانونه مخې ته راغلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ کولی شي راتلونکې اوونۍ یروشلم د اسرائیل پلازمینه وګرځوي.

صدر ټرمپ دخپل انتخابي کمپائن په مهال ژمنه کړې وه چې که واک ته ورسیږي نو دامریکا سفارتخانه به بیت المقدس کې پرانزي.

دامریکایي چارواکو په دغو بیانونو د فلسطین،عرب هیوادونو اؤ اسلامي نړۍ څخه سخت غبرګون مخې ته راغلی دی اؤ په دې لړ کې او ایي سي هم دخپلو ۵۷ؤ دغړو هیوادونو دغونډې رابللو پریکړه کړې ده.

داو ایي سي بیان کې ویل شوي چې که چرې امریکا دبیت المقدس په اړه داسې هره پریکړه کوي دا به په عرب اؤ اسلامي نړۍ حمله ګڼل کیږي.

دا مهال دټولې نړۍ سفارتخانې په تل ابیب کې دي اؤ دامریکا په ګډون ټول نړیوال قوتونه بیت المقدس لانجمنه سیمه ګڼي

XS
SM
MD
LG