لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرال مېټس پاکستان ته سفر، پوځ او حکومت څه وایي؟


پاکستان ته د امريکا د دفاع وزير جېم مېټس د سفر او پاکستاني مشرانو سره د ليدو په اړه د پاکستان د وزیراعظم د دفتر او د پوځ په ورکړل شوي بیانونو کښې ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم ټکي له یو بل څخه بدل دي.
د دواړو خواو تر منځ د ليدو کتو په اړه خپله ښاغلي مېټس میډيا ته څه ويلي نه دي خو د امريکا د سفارت يو بيان وايي چې ښاغلي مېټس په پاکستان غږ کړی چې په هېواد کې د ترهګرو پر ضد دې پاکستان خپلې هڅې نورې ګړندۍ کړي.

د ښاغلي مېټس او پاکستاني چارواکو د ملاقاتونو په اړه تر اوسه یوازینۍ هینداره (آئينه) د وزير اعظم د دفتر او د پاکستان د پوځ ورکړل شوي دوه جلا جلا بیانونه دي.

په دواړو بيانونو کې د ترهګرې حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې يا د طالبانو د شوراګانو په نامه يادونه نه ده شوې. امريکا تور لګوي چې يادې ‌‌‌‌‌‌ډلې د پاکستان د خاورې نه په اففانستان کې د ترهګرۍ او اړي ګړي پلانونه جوړوي.

دترهګرو پناځايونه:

که دواړو بیانونو ته وکتل شي نو په پاکستان کښې د ترهګرو د پټو ا‌‌‌‌‌‌ډو په اړه جلا جلا خبره کېږي.

د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له دفتر څخه جاري شوي بیان کښې پاکستان کښې د ترهګرو د پناه ځایونو څخه بېخي انکار شوی او وايي ټول ملت د ترهګرۍ په ضد ژمن دی.

د پوځ بيان په دغه موضوع بيا جلا دی. د پوځ مشر جنرال باجوه ښاغلي مېټس ته ويلي:

'مونږ د پاکستان له خاورې [د ترهګرو] پنا ځايونه له منځه اوړي. خو د داسې ممکنه ورانکارو پر ضد ګامونو اخستلو لپاره چمتو يو چې د افغان وروڼو پر ضد دي او د اففان ک‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډوالو په هېڅ د مېلمستيا نه ناوړې ګټه اخلي.
د وزيراعظم د دفتر نه خپور شوي بيان کې ښاغلي مېټس له خولې په افغانستان کې د پاکستان ضد د ممکنه پناځايونو کومه خبره نشته. خو وزيراعظم عباسي په افغانستان کې د پاکستان ضد طالبانو خلاف د امريکا د هڅو ستاينه کړې ده.

که د پوځ بیان ته وکتل شي نو هغې کښې د دغه اندېښنې ذکر شوی چې ځېني عناصر د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره کاروي. بيان زياتوي چې ښاغلي مېټس باور ورکړی چې د پاکستان د سمو اندېښنو چاره به کوي.

په افغانستان کې د هند رول:

د پوځ بیان وايي چې جنرال قمر جاوېد باجوه ښاغلي مېټس سره په خبرو کښې د هندوستان لخوا د پاکستان په ضد د افغانستان د خاوري په کارونې اندېښنې ښودلي خو د وزیراعظم د دفتر په بیان کښې داسي هیڅ څه نشته.

د پوځ بيان په افغانستان کې د هند په رول د پاکستان په اندېښنو خبره کړې خو دا يې سپينه کړې نه ده چې دوي ته د ښاغلي مېټس ځواب څه وو؟

د افغانستان او جنوبي اېشيا لپاره د صدر ټرمپ په نوې تګلاره کې د هند لپاره په اففانستان کې د رول لوبولو ملاتړ شوی دی. پاکستان د امريکا نوې افغان تګلاره کې د هند په رول سخت اندېښمن دی.

هم په دې اړه د نومبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ دويم لوړپوړي چارواکي جنرال زبېر حيات په اسلام اباد کې يوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته ويلي وو چې که افغانستان کې د ګاون‌‌‌‌‌‌ډيانو پرته نورو ته رول ورکړل کېږي نو دا به د سيمې ثبات نور پېچلی کړي. څيړونکو د جنرال حيات د دغې خبرې نه مطلب په افغانستان کې د هند د ممکنه رول اخستی وو.

د امريکا او پاکستان يو بل سره همکاري:

د ولسي حکومت بیانیه وايي، له ښاغلي مېټس سره په ملاقات کښې د پاکستان او امریکا تر منځه په پراخ بنسټه همکارۍ او اړيکو باندي خبري وشوې خو دپوځ ویانده اداره وایي، جنرال باجوه ښاغلي مېټس ته ویلي پاکستان له امریکا څخه یوازي دا غواړي چې د پاکستان دريځ ته دي هم درناوې وشي.

البته په دواړو بیانیو کښې په افغانستان کښې د سولې او ثبات په اړه ژمنه تکرار شوې. وزير اعظم عباسي خو تر دې حده ويلي چې په افغانستان کې سوله پاکستان ته د بل هر چا نه زياته ګټه رسوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG