لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوماتونو اؤ‌ مدرسو نه دې دکفردفتوؤ مخه ونیول شي،دمحکمې امر


قاضي صدیقي په دغه موقعه وویل چې دپرلت وهونکو مشرانو دمحکمې سپکاوی کړی دی اؤ ددغه تړون یوه ماده هم د قانون مطابق نه ده
قاضي صدیقي په دغه موقعه وویل چې دپرلت وهونکو مشرانو دمحکمې سپکاوی کړی دی اؤ ددغه تړون یوه ماده هم د قانون مطابق نه ده

داسلام اباد هائیکورټ امر کړی چې دجوماتونو اؤ مدرسو څخه دې د کفر دفتوؤ مخه ونیول شي اؤ پوښتنه یې کړې ده چې دفیض اباد دمظاهره چیانو مشر خادم حسین څنګه چاته خون بخښلی شي.

هائیکورټ ویلي د تحریک لبیک دوهمه ډله وایي چې هغوئ په کروړونو روپۍ ترلاسه کړي ، په ډاګه دې کړی شي چې تړون کې د پوځ دسرلښکر دنوم څخه ولې استفاده شوې ده.

داسلام اباد هائیکورټ قاضي شوکت عزیز صدیقي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ دټاکنو کاغذونو کې د ختم نبوت په لوړه کې د بدلون اؤ دفیض اباد د پرلت وهنې په ضد دخواستونو د اوریدنې په مهال کړي دي.

ددغه اوریدنې په مهال اټارني جنرل اشتراوصاف هم محکمې ته وړاندې شوی ؤ.

قاضي صدیقي د اټارني جنرل څخه وپوښتل چې د پرلت ماتوونکو اؤ حکومت تر مینځ کوم تړون شوی ایا هغه پارلیمان ته ولیږي؟ چې په دې اټارني جنرل دځواب ورکولو دپاره محکمې څخه وخت وغوښتو

اسلام اباد هائیکورت د پرلت وهونکو اؤ حکومت ترمینځ دشوي تړون دقانوني بڼې معلومولو په غرض دوه وړاندیزونه وکړل چې دهغې په اساس په دغه تړون دې یا خو پارلیمان کې بحث وکړل شي اؤ یا دې بیا دې بیا ریاست اؤ ثالث د تړون قانوني بڼه معلومه کړي.

قاضي صدیقي په دغه موقعه وویل چې دپرلت وهونکو مشرانو دمحکمې سپکاوی کړی دی اؤ ددغه تړون یوه ماده هم د قانون مطابق نه ده .

قاضي دا پوښتنه هم راولاړه کړې ده چې د ترهګرۍ ددفعو په اساس درج کړل شوې مقدمې څنګه ختمول کیدی شي

“هرکله چې ژوبل شوی زه یم ، نو ریاست څو دی چې پریکړه هغه وکړي، محکمه ددغه تړون طرفداري نه شي کولی”

محکمې وویل په” دغه احتجاج کې پولیس وهل شوي دي ، دهغوئ دبچو هیڅ پوښتنه نه کیږي، پکار ده چې دغو پولیسو ته دڅلورو میاشتو زیاتې تنخاګانې ورکړل شي . ترڅو چې یو،یو پولیس عسکر ته اسانۍ نه وي ورکړل شوې ترهغې به دا مقدمه نه ختمیږي”

ددغو مقدمو په تیره اوریدنه کې قاضي شوکت عزیز صدیقي دپوځ په کردار سخت ټکونه کړي وؤ‌ اؤ‌ ویلي یې وو چې پوځ ته چا دمظاهره چیانو اؤ‌حکومت ترمینځ روغه کې د منځګړي جوړیدو واک ورکړی دی.

قاضي صدیقي دا هم ویلي وؤ چې که د پوځ سیاست ته ډډې خارښتیږي نو حکومت ته دې خپل ټوپک واپس کړي اؤ‌سیاست دې شورو کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG