لاس رسیدونکی لینک

جلال اباد: ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي


چاودنه په داسې یو ځای کې شوې ده چې ډېر خلک او موټرې پرې تګ راتګ کوي.

د افغانستان د ننګرهار صوبې مرکز جلال ابا ښار کې د شیرزي لوبغالي سره نزدې يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه شپږ ملکي کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

ځانمرګی برید د افغان حکومت په ملاتړ د یوې لویې غونډې سره نزدې سيمه کې شوی دی.

د بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي پخلی کړی، په برید کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون شپږ ملکي کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د والي ویاند زیاته کړې، چې پر موټرسایکل سور یو ځانمرګي بریدګر غوښتل دغې غونډې ته ځان ورسوي خو امنیتي ځواکونو پرې ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي او بریدګر چاودنه کړې ده.

د ننګرهار د دولتي روغتون مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر احسان الله شینواري ويلي چې درې مړي او اووه ژوبل روغتون ته ور وړل شوي دي.

چاودنه په داسې یو ځای کې شوې ده چې ډېر خلک او موټرې پرې تګ راتګ کوي.

تېره ورځ هم جلال اباد کې دریو چاودنو د ننګرهار د ملي امنیت د ښاري مدیر له یو بل کارمند سره ووژل شوی او لس امنيتي سرتيري پکې ژوبل شوي وو.

د شنبې په ورځ جلال اباد کې چاؤدنې د انعکاس ټيلي ويژن او رېډېو د دفتر څنګ ته شوې وې.

(د وي او ای اشنا په مننه)

XS
SM
MD
LG