لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د درېو ترهګرو د وژلو، بلوچستان کې د ۱۱ د نيولو ادعا


د کوهلو ضلعې مرستيال کمشنر ويلي د ترهګرۍ غټ پلان يې ناکامه کړی دی.
د کوهلو ضلعې مرستيال کمشنر ويلي د ترهګرۍ غټ پلان يې ناکامه کړی دی.

د پاکستان پوځ او پوليس ادعا کړې چې پنجاب او بلوچستان صوبو کې د وسله والو ترهګرو پرضد عملیاتو کې درې ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور يې سره د وسلو نيولې دي.

پنجاب او بلوچستان کې عمليات پېښور کې د جمعې په ورځ د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د بريد وروستو ترسره شوي دي، د شنبې يا خالي په ورځ پېښور کې هم پوليسو د نهه مشکوک کسانو د نيولو ويلي دي.

د پنجاب صوبې د سي ټي ډي پوليس ويلي فېصل اباد کې يې د وسله والو تندلارو سره په نښته کې درې ترهګر وژلي او دوه نور ترې تښتېدلي دي.

پولیس ادعا کړې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د تحريک طالبان پاکستان سره دی.

پوځ ويلي بلوچستان کې د ملېشې ځواک د پټو مالوماتو په اساس د صوبې په بېلابيلو برخو کې عمليات کړي او سبي ضلع کې يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچستان لبرېشن ارمي ۱۱ ترهګر نيولي دي.

د پوځي بيان ترمخه ډېره بګټي، ډوکي او قلعه سېف الله سيمو کې په عملیاتو کې په غټه کچه وسله ترلاسه کړی شوې ده.

د کوهلو ضلعې مرستيال کمشنر ويلي د ترهګرۍ غټ پلان يې ناکامه کړی دی.

مرستيال کمشنر نديم اختر یوې خبري غونډې ته په وېنا کې ادعا کړې چې د راکټ ۱۸۱ ګولې، ۱۷۲ راکټ لانچرې او ۸۰ بمونه يې ترلاسه کړي دي.

نوموړي ويلي دا عملیات په ملک کې د روانو ردالفساد عملياتو برخه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG