لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ساړې د څلورو عربو ښکاريانو په ګډون اته تنه نيول شوي


نوشکي د افغانستان سره پولې ته نزدې پرته ضلع ده چرته چې د ساړې ښکار کېدو.
نوشکي د افغانستان سره پولې ته نزدې پرته ضلع ده چرته چې د ساړې ښکار کېدو.

د بلوچستان صوبې چارواکو ويلي نوشکي ضلع کې په ناقانونه توګه د ساړې د ملېمنو مرغو په ښکار کولو څلور عرب او څلور ځايي کسان نیول شوي دي.

نوشکي د افغانستان سره پولې ته نزدې پرته ضلع ده.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه چارواکو ويلي د شنبې يا خالي په ورځ د ملېشې ځواکونو په عمر شاه چيک پوست باندې يو کاروان ته د ودرېدو وويل خو کاروان په تېښته شو.

د ملېشې ځواک په هغوي ډزې کړي چې له امله يې يوتن ژوبل شوی هم دی خو کاروان قابو کړی شوی او ټول کسان نيول شوي دي.

چارواکو ويلي په نيول شوؤ کې د درېو عربو تعلق د قطر او يو د عمان وګړی دی. په ځاي نيول شوؤ کسانو کې يو مرستيال چيئرمېن او درې عام کسان دي.

د راپور ترمخه د نيول شوؤ عربو سره د حکومت لخوا اجازت نامه نه وه ځکه نيول شوي دي.

د نومبرپه مياشت کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې مرکزي حکومت د قطر شهزاده شېخ حماد بن جاسم په ګډون څو عربو ته د ساړې د ښکار دپاره اجازت نامې ورکړي دي.

د ساړې مرغۍ د نړيوال تحفظ په نوملړ کې شامل مرغۍ ده.

پاکستان کې له دې وړاندې عربو ته د ساړې د مرغۍ په اجازت ورکولو عدالت کې خواستونه هم شوي چې د دغه کار مخه دې ونيول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG