لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر اشرف غني د هېواد د ښځو نه بخښنه غوښتې


ارګ ویلي د بده مرغه د صدر د څادر اصطلاح ځينې کسان ناسمه کاروي.
ارګ ویلي د بده مرغه د صدر د څادر اصطلاح ځينې کسان ناسمه کاروي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ سپيناوی کړی چې له بده مرغه ځينې کسان د صدر اشرف د پرونۍ شنبې د ورځې وېنا کې د څادر کلمه ناسمه کاروي.

ارګ ويلي د صدر اشرف غني په " پرونیو خبرو کې څادر کلمې ته اشاره له دود محلي تعبیرونو څخه استفاده وه او په هیڅ وجه د هېواد د ښځو لوړ مقام ته د سپکاوي په قصد نه وه او نه ده. بیا هم، که د هېواد د ښځو احساسات له هغه تعبیر څخه متاثره شوي وي، صدر له هغوي څخه بخښنه غواړي".

ښاغلي اشرف غني د شنبې يا خالي په ورځ د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لیږد په مناسبت یوې غونډې ته وینا کې ويلي ؤ،

"هرڅوک چې ادعا کوي چې د هېواد یو عالي رتبه غړی یا د منځنۍ کچې مامور او یا نور د داعش سره ملګري دي، جرات دې وکړي محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي کنه څادرې دې واغوندي".

د نوموړي صدر په خبرو کې د څادر اغوستو په اصطلاح کارولو باندې په ټولنيزو رسنیو بحثونه تاوده شوي او نيوکې کېدې چې صدر د ښځو په اړوند سپکاوی کړی دی.

ارګ نن د سپيناوي په بيان کې ويلي، نوموړی صدر"د ښځو د حقونو له ملاتړو څخه دی او د هغوی د مقام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې یې تل هڅې کړي او په تېرو درې کلونو کې یې په دې برخه کې بېساري عملي اقدامات کړي".

د ارګ په وېنا ښاغلي غني د خپل شخصیت او لیدلورو په جوړښت کې تل په ویاړ سره د خپلې انا او د هېواد د لومړۍ مېرمن د رول یادونه کړې. هغه تل افغان مېرمنې زړه ورې، با عزته او توانمندې بللي او بیا بیا یې په سیاست ، ټولنه او فرهنګ کې د هغوی د رول او موقعیت یادونه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG