لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په زرعي اداره د بريد وروستو نهه مشکوک کسان نيول شوي  


د جمعې په سهار د پېښور د ترعي تربيتي ادارې په مرکز ترهرګر بريد شوی ؤ.
د جمعې په سهار د پېښور د ترعي تربيتي ادارې په مرکز ترهرګر بريد شوی ؤ.

پېښور کې د جمعې په ورځ د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د برید وروستو امنيتي ادارو عمليات پېل کړي او د نهه مشکوک کسانو نيولو ادعا يې کړې ده.

درېو ترهګرو د جمعې په ورځ د زرعي تربيتي ادارې په مرکز بريد کړی نهه تنه يې وژلي او ۳۷ يې ژوبل کړي وو په وژل شوو کې اته زده کوونکي وو.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

برید کې د وژل شوؤ زده کوونکو تعلق د خېبرپښتونخوا صوبې د بيلا بيلو برخو سره وو او د هغو د ملګرو په خبره په دوي کې زیات غریبانان وو.

د شنبې يا خالي په ورځ يې خپلو پلارنو سيمو کې جنازې شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

پوليس د پېښې پلټنې پېل کړي او د امنيتي ادارو ترڅنګ د ښار نه بهر بډهـ بېره او چاپېره علاقو کې يې د لټون عمليات کړي دي.

پوليس ويلي نهه مشکوک کسان يې نيولي او او سله يې هم ترې ترلاسه کړې ده، د پوښتنو دپاره نامالومه ځای ته منتقل کړی شوي او پوليس ويلي عملياتو کې يې ۴۵ کورونه لټولي دي.

پوليسو د پښې مقدمه د نامالومه کسانو په نوم درج کړې او د بريد په مهال د وژل شوؤ ترهګرو د مړو پلټنې يې هم پېل کړي دي.

د پوليس رپورټ ترمخه ترهګر په يوه رکشه کې راغلي چې بورقې يې اغوستې وې دوي اول د ادارې په مرکزي دروازه ناست ساتونکی ويشتی او بيا دننه ننوتي دي.

د بريد سمدست پوليس او پوځ موقعې ته رسېدلی او مقابله کې يې ترهګر وژلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG