امريکې په پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د شوي ترهګر بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
د امريکې د بهرنو چارو وزارت وياندې هېتر نورېټ ويلي، امريکا په پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د بريد په سختو ټکو کې غندنه کوي.
پېښور کې پرون د جمعې په ورځ د زرعي تربيتي ادارې په مرکز ترهګر بريد کې نهه تنه وژل شوي چې زياتره يې زده کوونکي وو.
پاکستاني طالبانو د دغه برید زمه واري منلې ده.
امريکايي بيان کې په بريد کې د وژل شوؤ د کورنۍ سره غمرازي شوې او د ژوبلو د زر ښه کېدو دپاره د خواخوږۍ څرګندونه شوې ده.
د بهرنو چارو وزارت ویلي امريکا د پاکستان د خلکو او حکومت سره ولاړه ده، او امريکا به د خپلو همکارانو سره په پاکستان او سيمه کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې په ګډه کار کوي.
د پېښور د زرعي تربيتي ادارې په مرکز ترهګر بريد کې د وژل شوو زده کوونکو جنازنې خپلو پلارنو سيمو ته وړل شوي او نن به خاور ته سپارل کیږي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې درې ترهګرو په مرکز بريد کړی او د بريد په مهال وژل شوي وو.
پوځ دا هم ويلي چې د تحريک طالبان پاکستان ترهګرو دا بريد په افغانستان کې پلان کړی ؤ او د ترهګرو د بريد په وخت افغانستان کې خپلو مشرانو سره رابطې روانې وې.
په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېوال هم دغه بريد په سختو ټکو کې غندلی او بريد کې د وژل شوؤ زده کوونکو په مړينه يې د خفګان څرګندونه کړې ده.