لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پوځي پلاوي د پاکستان پوځي چارواکو سره ليدلي


د افغان پوځي پلاوي د پاکستان د سفر پخوانی عکس
د افغان پوځي پلاوي د پاکستان د سفر پخوانی عکس

د افغانستان د پوځ يو پلاوي د پاکستان د پوځي چارواکو سره په داسې حال کې ليدلي دي، چې د جمعې په ورځ پېښور کې د بريد وروستو پاکستاني پوځ بيا ادعا کړې طالبانو دغه بريد په افغانستان کې پلان کړی ؤ.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ويلي د افغان پوځ ډايريکټر جنرال ملټري اپريشن د پلاوي سره د زيارت په ورځ پاکستان ته راغلی ؤ.

د پاکستان د پوځ لوړ پوړو چارواکو سره په ليدنه کې افغان پوځي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ په کرښه د ترهګرو د پورې او راپورې غاړې بريدونو د مخنيوي او امنيت په اړه خبرې اترې کړي دي.

د جمعې په ورځ پېښور کې د زرعي ادارې په تربيتي مرکز د برید زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

په دغه بريد کې شپږ زده کوونکي، دوه پوليس او يو د ادارې ساتونکی وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بريد زمه واري منلې نو د دې نه دا ثابتيږي،

چې " ټي ټي پي چې په افغانستان کې ناسته ده هغو دا بريد پلان کړی او عملي کړی يې دی او ترهګرو چې بريد کولو په دغه مهال يې په افغانستان کې د خپلو مشرانو سره رابطه روانه وه".

هغه ويلي ترهګري کوونکي دا وخت په افغانستان کې موجود دي.

که څه هم د پاکستان د پوځ د تازه ادعا په اړوند د افغانستان کوم غبرګون لا مخې ته نه دی خو په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال "پېښور کې په زرعي تربيتي اداره د ترهګر بريد په سختو ټکو کې غنده کړې او برید کې د بې ګناه زده کوونکو په وژنه يې د خفګان څرګندونه کړې ده".

کابل له دې وړاندې دغه ډول تورونو ته په ځواب کې ويلي خپله خاوره د بل چا په ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

کابل او واشنګټن په اسلام اباد تور لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې ترهګرو ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په مرسته په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان په اړوند خپلې اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې د امريکا نه امداد اخلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي، نوموړي ګواښ کړی ؤ چې امريکا به د پاکستان په دغه رويه نوره غلې پاتې نشي.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال نيکلسن ويلي پاکستان د صدر ټرمپ د بيان باوجود د تندلارو د ملاتړ پرېښودو رويه نه ده بدله کړې.

نوموړي ويلي د افغان طالبانو د سر مشران اوس هم په پاکستان کې دي.

پاکستان وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې طرفه عمليات کړي او د ترهګرو ملا يې ماته کړې ده، د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په قبايلي سيمو کې د عملياتو څخه ترهګر افغانستان لوري ته اوړېدلي دي.

د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو په داسې حال کې ليده کاته کړي چې د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ په کرښه د سيمو ازغن تار لګوي.

افغانستان په رسميت د ډېورند د کرښې منلو نه انکار کوي، او پاکستان يې نړیواله پوله مني.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG