لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ميلادالنبي په ورځ کراچۍ او کوټه کې موبايل سروس بند


خو د کلکو امنيتي ګامونو ترڅنګ نن د جمعې په ورځ پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز ترهګر بريد شوی دی.
خو د کلکو امنيتي ګامونو ترڅنګ نن د جمعې په ورځ پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز ترهګر بريد شوی دی.

په پاکستان کې د مسلکي فرقو ترمنځ د زیاتېدونکې کرکې له امله د امکاني حملو د مخنیوي لپاره نن د ميلادالنبي (ص) جمعې په ورځ د کراچۍ او کوټې ترڅنګ څلورو غټو ښارونو کې د موبايل ټیليفون او انټرنېټ سروس بند کړی شوی دی.

د سندهـ صوبې سيکرټري داخله قاضي شاهد پروېز ويلي د موبايل سروس بندولو پرېکړه د امنيتي خطرې له امله شوې ده. هغه ويلي کراچۍ، حېدراباد او سکهر کې به موبايل سروس د سحر اته بجو نه تر شپې اته بجو پورې بند وي.

په کوټه کې موبايل بند کړی شوی او د موټر سايکل په غبرګه سورلۍ بندېز لګول شوی دی.

کراچۍ او دوه نورو غټو ښارونو کې د موبايل سروس په داسې حال کې بند کړی شوی چې د زيارت په ورځ د سندهـ صوبې په خېرپور ښار کې د دېوبندي او برېلوي مسلک غړو ترمنځ نښته کې درې تنه وژل شوي وو.

د خېرپور پوليس ويلي ؤ د عيدميلادالنبي (ص) دپاره دواړه ډلو جلوسونه راويستي او ترمنځ يې نښته شوې ده.

چارواکي وايي په صوبه کې يې نن هم د امنيت کلک ګامونه پورته کړي دي.

د چهارشنبې په ماښام اسلام اباد کې د يوې امام بارګاه مخې ته د نامالومو وسله والو په بريد کې دوه تنه وژل شوي وو.

پاکستان کې نن د ميلادالنبي په موقع عامه رخصتي اعلان شوې او په ملک کې د کلکو امنيتي ګامونو پورته کولو ويل شوي دي.

خو د کلکو امنيتي ګامونو ترڅنګ نن د جمعې په ورځ پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز ترهګر بريد شوی دی.

پاکستان کې د محرم په مهال هم د موبايل او انټرنېټ سروس بندول کیږي.

نن د عيدميلادالنبي نمانځلو په مهال اسلام اباد کې د ۳۱ او څلورو واړو صوبو کې د ۲۱، ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG