لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو کروړ ۱۷ لاکه ښځې د ووټ د حق نه محرومه؟


د کمېسون د چارواکو په وېنا يو کروړ او ۱۷ لاکه ښځې ورسره د ووټونو په فهرست کې ليک دي خو د ملکي قانون ترمخه چې څوک شناختي کارډ نه لري هغه رايې يا ووټ نشي کارولی.
د کمېسون د چارواکو په وېنا يو کروړ او ۱۷ لاکه ښځې ورسره د ووټونو په فهرست کې ليک دي خو د ملکي قانون ترمخه چې څوک شناختي کارډ نه لري هغه رايې يا ووټ نشي کارولی.

پاکستان کې د ټاکنو کمېسون وايي په هېواد کې يو کروړ ۱۷ لاکه ښځې داسې دي چې قامي شناختي کارډ نه لري او د دغه نشتوالي کبله دا اندېښنه ده چې دوي په انتخاباتو کې د رايې ورکولو د حق نه محرومه پاتې شي.

د ټاکنو کمېسون وايي په هېواد کې د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو د عمل تندولو دپاره يې هلې ځلې پېل کړي دي.

د پاکستان د انتخابي کمېسون وياند هارون شينواري ډېوه رېډيو ته ويلي، چې دوي د شناختي کارډ جوړولو قامي اداره نادرا باندې غږ کړی چې د کارډونو جوړولو خپل توان سېوا کړي.

دغه رنګ انتخابي کمېسون د ښځو د کارډونو جوړولو په عمل کې د تندۍ راوستو دپاره راتلونکې اوونۍ د هېواد په ۷۹ ضلعو کې د کمپاين پېل کولو پرېکړه هم کړې ده، کومه لړۍ چې به ټول ملک ته غځولی شي.

د کمېسون د چارواکو په وېنا يو کروړ او ۱۷ لاکه ښځې ورسره د ووټونو په فهرست کې ليک دي خو د ملکي قانون ترمخه چې څوک شناختي کارډ نه لري هغه رايې يا ووټ نشي کارولی.

د کمېسون ترمخه دا وخت په هېواد کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره نهه کروړه ۷۰ لاکه ده چې پکې د پينځه ؤ کروړو نه زيات سړي او څلور کروړه ښځې دي.

د ټرېبيون ورځپاڼې د راپور ترمخه د نادرا يو چارواکي ويلي د راتلونکې کال د اپرېل د میاشتې پورې په دومره شمېره کې شناختي کارډونه جوړول ممکن نه دي، او چې ډېره منډه وکړي نو ۳۰ لاکه کارډونه به جوړ کړي.

پاکستان کې د انتخاباتو په اړوند کارکوونکې او څارنې غېر دولتي اداره فافېن هم د ښځو د رايې کارولو دپاره هلې ځلې کوي.

ډيوه رېډيو سره خبرو کې د فافېن يو کارمند ظهر خټک ويلي، دا يواځې د انتخابي کمېسون يا نادرا زمه واري نه ده سياسي ګوندونواو ټولنې له پله پکار ده چې د ښځو د شناختي کارډونوپه جوړولو کې رول ولوبوي.

د انتخابي کمېسون ترمخه راتلونکې کال انتخاباتو کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره تر ۱۰ کروړ پورې رسېدی شي خو دا به کتل وي چې په دوي کې به څومره د ووټ ورکولو حق لري.

راپورونه وايي بل لور ته په قامي اسمبلۍ کې د نوؤ حلقه بندو دپاره قانون جوړولو کې رامنځته خنډ په خپل ځای موجود دی او دغه ستونزه راتلونکي کال د عامو انتخاباتو په کېدو کې هم ستونزه جوړولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG