لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د سخت دريځ باوجود پاکستان رويه نه ده بدله کړې، نيکلسن


جنرال نيکلسن ويلي،"د پاکستان دپاره زمونږ دريځ په ډاګه دی....خو هيڅ بدلون نه ليدل کيږي".
جنرال نيکلسن ويلي،"د پاکستان دپاره زمونږ دريځ په ډاګه دی....خو هيڅ بدلون نه ليدل کيږي".

افغانستان کې د امريکايي پوځ مشر جنرال نيکلسن د سه شنبې په ورځ ويلي د صدر ټرمپ د اسلام اباد پرضد د سخت دريځ خپلولو باوجود د تندلارو د ملاتړ کولو پاکستانۍ رويه کې بدلون نه ليدل کيږي.

امريکايي چارواکي د اوږدې مودې نه د مايوسۍ څرګندونه کوي چې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې پرضد ګام نه اخلي، د دوي په وېنا دغه ډلې په پاکستان کې خوندي ځالې لري او د هلته نه په افغانستان کې بريدونه کوي.

صدر ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان د جګړې دپاره نوې تګلاره اعلان کړې او د افغان تندلارو په تورن ملاتړ يې د پاکستان ضد سخت دريځ وړاندې کړی ؤ.

نوموړي ويلي ؤ پاکستان بدامنۍ او اړي ګړي جوړؤنکو ته پناه ورکړې کومې تندلارې ډلې چې د افغانستان پرضد جنګيږي.

د رويټرز ترمخه، امريکايي جنرال هيله مند وو چې د امريکايي ـ کېنېډايي جوړې او د هغو د درېو بچو راخوشي کولو وروستو به دوه اړخيزه اړيکې ښې شي.

جنرال نيکلسن ويلي،"د پاکستان دپاره زمونږ دريځ په ډاګه دی....خو هيڅ بدلون نه ليدل کيږي".

هغه زیاته کړې " مونږ د بدلون هيله کوو، او هيله مند يو چې د پاکستان سره په ګډه د هغو ترهګرو په ضد عمليات وکړو کوم چې د پولې پورې غاړې (افغانستان) ته اوړي".

هغه ويلي، د طالبانو د سر مشران اوس هم په پاکستان کې مېشت دي، او د هغوي د لاندې کچې مشران په افغانستان کې دي.

جنرال نيکلسن ويلي د هغه او نورو او امريکايي چارواکو خبره يوه ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې انټر سروسزانټيليجنس (ايي اېس ايي) د تندروه ډلې حقاني شبکې سره اړیکې دي.

امريکې په کال ۲۰۱۲م کې پاکستان کې مېشته حقاني شبکه ترهګره ډلې ګرځولې وه.

پاکستان وايي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې د امريکا سره د مرستې ژمنه پوره کړې ده.

امريکايي جنرال دا هم ويلي هغه داسې ثبوتونه ليدلي چې د ايران هم د طالبانو سره اړيکې دي.

امريکا د افغانستان او سويلي اسيا دپاره د صدر ټرمپ د تګلارې لاندې ۳۰۰۰ نور سرتيري افغانستان ته لېږلي دي.

جنرال نيکلسن ويلي ۱۰۰۰ پوځي سرتيري به افغان ځواکونو ته په جګړه کې مشورې ورکوي.

نوموړی په افغانستان کې حالاتو ته په کتو خوشبينه دی او ويلي يې دي، "مونږ د ګټې په لار يُو". په افغانستان کې په وروستيو کې ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG