لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ څوک دی چې مينځګړی جوړيږي؟


عدالت نن د دوشنبې يا ګل په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزیر احسن اقبال غوښتی او د احتجاجي ناستې په اورېدنه کې يې په حکومت او پوځ د غصې څرګندوه کړې
عدالت نن د دوشنبې يا ګل په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزیر احسن اقبال غوښتی او د احتجاجي ناستې په اورېدنه کې يې په حکومت او پوځ د غصې څرګندوه کړې

د اسلام اباد هائيکورټ قاضي جسټس شوکت عزيز صديقي ويلي، "پوځ څوک دی چې د مينځکړي رول لوبوي؟ قانون په کوم ځای کې مېجر جنرال ته دا واک ورکړی؟".

د اسلام اباد هائيکورټ قاضي دغه خبرې د مذهبي ډلې تحريک لبېک يارسول الله د احتجاجي ناستې په اړوند اورېدنه کې کړي دي.

د حکومت او مذهبي ډلې تحريک لبېک يارسول الله ترمنځ د احتجاجي ناستې ختمېدو تړون تېره شپه شوی او دغه تړون پاڼه چې په رسنيو راغلې د پوځي افسر د مېجر جنرل فيض حميد د لارې خپره شوې ده.

د ياد تړون چې شپږ غوښتنې پکې شامل دي، د قانون وزير زاهدحامد د مستعفي کېدو وروستود احتجاجي ناستې ختمېدو اعلان شوی خو ويل شوي چې د حکومت د عملي ګامونو اخستو پورې به اسلام اباد کې احتجاج کوونکي مشران ناست وي.

عدالت نن د دوشنبې يا ګل په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزیر احسن اقبال غوښتی او د احتجاجي ناستې په اورېدنه کې يې په حکومت او پوځ د غصې څرګندوه کړې چې د فېض اباد د احتجاجي ناستې ختمېدو په تړون کې څنګه پوځ مينځګړی جوړ شوی دی.

جسټس صديقي ويلي، تړون د مېجر جنرال فېض حميد د لارې ولې دی او د ايين لاندې مېجرته څنګه د مينځګړی جوړېدو واک ترلاسه دی.

احسن اقبال ویلي، د قامي مشرانو په مشرۍ تړون شوی پوځي افسر د مينځګړي نا د ګواه په توګه شامل ؤ، نوموړي جج ويلي په دې خبره د هغه کورټ مارشل پکار ؤ، تاسو هغه مينځګړی جوړ کړو.

جسټس صديقي ويلي "ردالفساد عمليات اوس چرته دي؟ ايا په احتجاج ناسته کې فساد په نظر نه دی راغلی؟ دا خو د دې ثبوت دی چې د پوځ ککړتيا پکې ثابتوي".
احسن اقبال ويلي دغه پوښتنه دې د احتجاج کوونکو نه وشي.

نوموړي جج ويلي، "د پوځ خپل اييني رول دی کوم پوځيان چې د سياست شوق کوي ټوپک دې کيږدي سياست ته دې راشي".

جسټس صديقي ويلي که احتجاجي ناسته د پوځي مرکز سره روانه دا به تاسو ليدلی وی چې څنګه روانه پاتې کېده.

ښاغلي جج دا هم ويلي دي په تړون کې د جنرال قمر باجوه مننه شوې، د پوځ د مشر ازاد حيثيت څه وي، او د قانون ماتوونکو او انتظاميې ترمنځ پوځ څنګه مينځګړی جوړېدی شي.

نوموړي قاضي ويلي د ترهګرۍ د مادو لاندې په جوړو مقدمو کې بخښنه څنګه ورکړی کېدی شي.

په عدالت کې د اورېدنې په مهال د استخباراتي ادارې استازي ويلي د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو خپرېدونکوخبرونو پخلی نه وي شوی ځکه په هغې دې خبره ونشي.

نوموړي جج ويلي تاسو د انتظاميې برخه یئ، مينځګړي څنګه جوړ شوئ، تاسو ته د ډز کولو نا د خبرداري حکم درکړی شوی ؤ او که خبره نه وی منل شوی قوت به مو کارولی وی.

د کورنو چارو وزير احسن اقبال عدالت ته ويلي، د مظاهرو په مهال په ملک کې امنيتي خطره راپېښه وه، په امنيتي چارواکو باندې هره ورځ بريدونه کېدل، موټروی، اورګاډي او ښارونه تړلي پراته وو.

نوموړي اقبال ويلي، "دا يو سازش ؤ چې ايټمي قوت ناکامه ښکاره کړی شي، او مظاهره چيانو سره تړون د ملکي حالاتو دپاره شوی دی".

راپورونه وايي عدالت د حکومت او احتجاج کوونکو ترمنځ د تړون مسوده غوښتې او اورېدنه يې د څلورم دسمبر پورې ځنډولې ده.

له دې وړاندې د حکومت او احتجاج کوونکو د تړون پاڼه چې د مېجر جنرل فيض حميد د لارې خپره شوې د احسن اقبال او احتجاجي ناستې مشر خادم حسېن رضوي لاسليک پرې شوی دی.

په تړون کې وړومبۍ غوښتنه پکې شوې چې د قانون مرکزي وزير زاهدحامد دې په سمدستي ډول د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړي.

د دولتي رسنيو ترمخه زاهدحامد خپله استعفی وزيراعظم ته لېږلې او ويلي يې دي استعفی يې ملک د نازکو حالاتو نه ويستو دپاره ورکړې ده.

ياد تړون چې تېره شپه شوی د راجه ظفرالحق په مشرۍ د هغه راپور غوښتنه پکې شوې چې د الېکشن اېکټ د حلف نامې د بدلون کولو پلټنې پکې شوي دي.

په غوښتنو کې د احتجاج په مهال د نیول شوؤ خلکو خوشي کولو او په هغو دجوړو مقدمو ختمولو هم ويل شوي دي.

په تړون کې ليکل شوي د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د هغه د ډلې په هڅو دغه تړون يا معاهده وشوه، او د هغه مننه پکې شوې چې قام يې د غټې پېښې نه بچ کړو.

په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې ختمولو د اعلان وروستو کراچۍ او پېښور ترڅنګ په نورو ښارونو کې مظاهرې ختمې کړی شوي خو په لاهور کې اوس هم مظاهرې روانې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG