لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ د باور وروستو سخت دريځه ډلې حکومت سره د احتجاج ختمولو خبرې کړي


د تړون وروستو احتجاجي ناسته بيا هم په خپل ځای روانه ده،
د تړون وروستو احتجاجي ناسته بيا هم په خپل ځای روانه ده،

د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو او ځايي ميډيا اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت ناستې سخت دريځه مذهبي ډلې تحريک لبېک يارسول الله او حکومت ترمنځ د تړون کېدو پاڼه خپره شوې چې پکې مذهبي د ناستې ختمولو دپاره شپږ غوښتنې کړي دي.

خو د تړون وروستو احتجاجي ناسته بيا هم په خپل ځای روانه ده، او بل لور ته د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال د اسلام اباد هاييکورټ غوښتی دی.

د تړون پاڼه چې د مېجر جنرل فيض حميد د لارې خپره شوې د احسن اقبال او احتجاجي ناستې مشر خادم حسېن رضوي لاسليک پرې شوی دی.

وړومبۍ غوښتنه پکې شوې چې د قانون مرکزي وزير زاهدحامد دې په سمدستي ډول د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړي.

د دولتي رسنيو ترمخه زاهدحامد خپله استعفی وزيراعظم ته لېږلې او ويلي يې دي استعفی يې ملک د نازکو حالاتو نه ويستو دپاره ورکړې ده.

ياد تړون چې تېره شپه شوی د راجه ظفرالحق په مشرۍ د هغه راپور غوښتنه پکې شوې چې د الېکشن اېکټ د حلف نامې د بدلون کولو پلټنې پکې شوي دي.

په غوښتنو کې د احتجاج په مهال د نیول شوؤ خلکو خوشي کولو او په هغو دجوړو مقدمو ختمولو هم ويل شوي دي.

په تړون کې ليکل شوي د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د هغه د ډلې په هڅو دغه تړون يا معاهده وشوه، او د هغه مننه پکې شوې چې قام يې د غټې پېښې نه بچ کړو.

د پوځ مشر پرون د اتوار په ورځ وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره ليدلي او په يوه لوړ پوړې غونډه کې په دې صلاح شوي وو چې د احتجاجي پرلت وهونکو په ضد قوت ونه کارول شي د خبرو د لارې دې دغه مسله هواره کړی شي.

د اسلام اباد په دروازه فېض اباد کې د احتجاجي ناستې چې ۲۲م ورځ يې ده څنګ ته يې نيم پوځي ځواک رېنجرز ورلېږل شوي وو.

د شنبې يا خالي په ورځ اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې په ضد د عملياتو وروستو کراچۍ، لاهور او د ملک نورو برخو کې هم احتجاجي مظاهرې پېل شوې چې تراوسه دوام لري.

نن تحریک لبېک يارسول الله ډلې په ټول ملک کې د کاربنديز اعلان هم کړی ؤ. پنجاب صوبه او پلازمينه اسلام اباد کې د دوه ورځو دپاره تعليمې ادارې بندې کړی شوي او په کراچۍ کې هم نن د تعليمي ادارو بندولو اعلان شوی دی.

خو په کراچۍ کې کاروباري مرکزونه خلاص دي، د رېنجرز ځواک چارواکو ويلي ؤ کاروباري خلکو ته به تحفظ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG