لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنجاب پولیس انسپکټرې د ډیرو زلمو زړونه یوړل خو بیا څه وشول؟


هرلین مان
هرلین مان

په سوشل میډیا دپنجاب د یوې پولیس انسپکټرې عکس خپریدل نه وؤ چې بې شمیره زلمو اؤ دپاخه عمر سړو ورته خپل زړونه په لاسونو کې ونیول.

له هر لوري چغې شوې “هن مه ونیسه، ما زندان ته واچوه”

دپولیس په یونیفارم کې دغه ښکلې پیغله چې په لمړي ځل په ټوئټر ولیدل شوه نو ورسره لیکل شوي وؤ دا دپنجاب دیوې پولیس تاڼې مشره یا ایس ایچ او ده.

په دغه یونیفارم دهغې په سینه راځوړند بیچ باندې دهغې نوم “هرلین مان “لیکل شوی ؤ

د راکیش تیواري په نوم زلمي چې دغه عکس په ټوئټر ولیدلو نو ټوئټ یې وکړو چې "دپنجاب پولیسې هرلین مان پلیز مه ونیسه “

د سیلیا په نوم یو زلمي خپل ټوئټ کې ولیکل “دپنجاب پولیس ایس ایچ او هرلین مان زه وسله غورځوم، تسلیم یم”

اؤ دغه راز د هرلین مان مخې ته په لږ ساعت کې په سوؤنو زلمو خپل ځانونه تسلیم کړل اؤ د ګرفتارۍ ورکولو خواهش یې څرګند کړو.

خو د انټرنیټ دعاشقۍ به څه وایې ، په دې نړۍ کې حقیقتونه دپردو شاته پټ وي نه پکې دښځې حقیقت معلومیږي ، نه د سړي، نه پکې ښکلی حقیقيت منل کیدی شي اؤ نه بدرنګ ، نه پکې زوړ حتمي وي اؤ نه ځوان !

بس نو دپنجاب ددغه پولیس افسرې د عاشقانو هیلو هم هاغه وخت ساه ورکړه کله چې وروسته معلومه شوه چې دا خو پولیس انسپکټره نه بلکې دهند فلمي ستورې کائنات اروړه ده.

کائنات اروړه هم په ټولنیزه رسنۍ انسټاګرام یو پوسټ کې ولیکل چې“مینه والو هرلین مان زما راتلونکي فلم کې زما د کردار نوم دی ، دا یوازې فلم دی خو خلک پرله پسې ماته په ټیلي فون داسې پوسټونه ، عکسونه اؤ ټوقې رالیږي چې هغوئ ګرفتاریدل غواړي، زه نه خو حقیقت کې پولیس عسکره نه یم”

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG