لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ننګرهار کې خپلو ۱۵ؤ ملګرو نه سرونه غوڅ کړي


د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې بیګا مازیګر داعش وسله والو د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله له خپلو پنځلسو ملګرو نه سرونه پرې کړي او جسدونه یې اوس هم په سیمه کې پراته دي.

د ننګرهار د ولایتي شوراغړي عبید الله شینواری چې خپله هم د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی دغه پېښه تایدوي او وايي چې پر وژل شویو داعشیانو خپله رهبري شکمنه شوې وه او سرونه یې ترې پرې کړي دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر ملک کمین هم وايي چې له سیمې یې داسې احوال اخیستی چې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې د اسلامي دولت یا داعش ډله په دومره زیات شمیر له خپلو وسله والو ملګرو په افغانستان کې سرونه پرې کوي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو نه څه نه دي ویلي.

دافغانستان په ننګرهار ولایت کې داعش زیات فعالیت لري اؤ ددغه ولایت په څو اولسوالیو کې ددغه وسله والې ډلې جنګیالو خپل واک مضبوط کړی دی.

ننګرهار کې وخت په وخت امنیتي ځواکونه دداعش په ضد زمکني اؤ هوایي عملیات هم کوي چې تر دې مهاله په دغو عملیاتو کې دداعش ګڼ شمیر مهم کمانډران اؤ جنګیالي له مینځه وړل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG