لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان بريدونو ته ځواب ورکړی


چارواکو ويلي د پاکستان لخوا اوس هم بريدونه دوام لري.
چارواکو ويلي د پاکستان لخوا اوس هم بريدونه دوام لري.

د پاکستان سره په پوله پرتې د کونړ صوبې چارواکو ويلي د پاکستان لخوا د توغنديو ويشتو په ځواب کې يې د دغه هېواد په پوځي پوستو توپونه کارولي دي.

د کونړ د پوليسو مشر جمعه ګل ويلي دوه ورځې وړاندې د سرکاڼو او شلطن په ولسواليو پاکستاني بريدونو ته يې ځواب ورکړی دی.

نوموړي ويلي ځواب يې د افغان دولت د امر په رڼا کې کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت تېره اوونۍ ويلي ؤ صدر اشرف غني پوځ ته امر کړی که د افغان ځواکونو اډې یا پوځي مورچلونه د بهر نه په نخښه کيږي، نو افغان پوځ يې په خپل سر بې د پوښتنې ځواب ورکولی شي.

چارواکو ويلي د پاکستان لخوا اوس هم بريدونه دوام لري او په ځوابي توپونو کارولو کې پاکستاني پوځ ته د زیان اړولو ادعا شوې خو کره شمېرې نه دي ښودل شوي.

بل لور ته د پاکستان لخوا د دغو بريدونو په اړوند هم څه نه دي ويل شوي.

خو د روانې مياشتې په ۱۳م نېټه د پاکستان پوځ د باجوړ په پوله د پورې غاړې افغانستان نه د ترهګرو د بريد ويلي ؤ چې دوه پوځيان پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

د کونړ چارواکي ادعا کوي چې د تېرو څو ورځو راهسې د ډېورنډ د کرښې د دې غاړې نه پاکستاني ځواکونو د کونړ په دانګام، شلطن، مروري او سرکاڼو سيمو کې توغندي داغلي او نزدې ۲۵۰ سوه کورنۍ د علاقې په پرېښودو مجبور شوي دي.

د کونړ چارواکي د تېرو څو کلونو راهسې دغه ډول ادعاوې کوي چې پاکستاني ځواکونو د پولې پورې غاړې ته توغندي وروي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن د دوشنبې په ورځ کابل کې ويلي ؤ د پولې د پولې غاړې نه د ګوله بارۍ په اړوند يې پاکستاني چارواکو سره خبرې شوي دي.

هغه ویلي ؤ پاکستان ته یې وړاندیز کړی که د ډېورنډ نه پورې غاړې ته پاکستان کوم تحفظات لري نو دوي دې پرې خبر کړي د پولې نه پورې ګوله باري ضروري نه ده.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د امریکايي جنرال وړانديز ته په غبرګون کې ويلي ؤ ملک يې تل په پوله د امنيت ټينګولو دپاره وړانديزونه او خواهش څرګند کړی دی.

پاکستان او افغانستان د اوږدې مودې نه د ډېورنډ په کرښه د وسله والو تندلارو دواړو غاړو ته تګ راتګ ادعاوې کوي او په يو بل تورونه لګوي چې د يو بل په ضد خپله کاروي خو کابل او اسلام اباد دواړه دغه تورونه ردوي.

پاکستان د ډېورنډ په کرښه ازغن د سيمو تار هم لګوي او وايي د ترهګرو د راوړېدو مخه نيسي.

خو په پوله پرتو افغان ولايتونو ننګرهار او خوست تر څنګ نورو مشرانو د سيمو تار غځولو مخالفت کړی او افغان صدر اشرف غني په وروستيو کې د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګولو ته په اشارې سره ويلي ؤ د سيمو تار اولسونه نشي بيلولی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG