لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسینیټ کمیټې ډي ایي خان کې دپیغلې بربنډؤلو دپيښې نوټس اخستی


غونډه کې په به ډیره اسماعیل خان سیمه کې دیوې پیغلې د شوي سپکاوي معامله هم راپورته کولی شي.
غونډه کې په به ډیره اسماعیل خان سیمه کې دیوې پیغلې د شوي سپکاوي معامله هم راپورته کولی شي.

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو قائمه کمیټې په ناقراره صوبه بلوچستان کې دانساني حقونو څخه دسرغړؤنو دمخ په زیاتیدونکو پیښو اؤ دخیبرپښتونخوا ډیره اسماعیل خان سیمه کې دیوې میرمنې دسپکاوي د پیښې پخپله نوټس اخستی.

دغه کمیټې دبلوچستان په تربت سیمه کې دمړو دموندلو اؤ دبشري حقونو په خراب صورتحال هم اندیښنې ښودلي اؤ په دغه اړه یې دچهارشنبې په ورځ دکمیټې ځانګړې غونډه رابللې ده.

دعوامي نیشنل پارټۍ سنیټیرې ستاره ایاز وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي چې دغه غونډه کې په به ډیره اسماعیل خان سیمه کې دیوې پیغلې د شوي سپکاوي معامله هم راپورته کولی شي.

کمیټې دبلوچستان اؤ خیبرپښتونخوا لوړ پوړو حکومتي اؤ انتظامیي چارواکو ته ددغو پيښو د سپیناوي دپاره دکمیټۍ غونډې ته د وړاندې کیدو وینا هم کړې ده.

بلوچستان کې دخلکو په جبري توګه د پورته کولو اؤ بیا دهغوئ دمړو دموندنې پیښې د تیرو څو کلونو راهسې دوام لري اؤ بشري حقونو سازمانونه ددې پړه دهیواد په پوځي استخباراتي ادارو اچوي.

سترې محکمې هم پخپله یوه پریکړه کې دخلکو دبې درکه کولو دپیښو پړه په امنیتي ادارو اچولې خو دهیواد مرکزي اؤ صوبایي حکومتونه اؤ پوځ دغه تورونه ردوي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په ډي ایي خان سیمه کې دیوې پیغلې جینۍ دبرنډؤلو پیښې دخلکو سخت غبرګون راپارولی.

په خیبرپښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند سره تعلق لرونکي دقامي اسمبلۍ غړي داور کنډي تور لګولی چې دصوبایي حکومت یو وزیر علي امین ګنډاپور په دغه پيښه کې دککړو کسانو د بچ کولو هڅې کوي.

خو علي امین ګنډاپور دغه تور رد کړی اؤ وایي ملزمانو سره یې هیڅ مرسته نه ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG