لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مطبوعاتو ازادي د جمهوريت دپاره ډېره مهمه ده، اېچ ار سي پي


پاکستان کې د بشري حقونو کمیسون په بلوچستان صوبه کې د اظهار رای په ازادۍ د بندېزونو او ويرې په فضا اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې چې مطبوعات او خبريالان دې د هر ډول خطرو نه ازاد وي.

يو بيان کې کميسون " د بلوچستان د حکومت او هلته د بېلتون خوښو ډلو نه غوښتنه کړې چې مطبوعاتو ته به په ازادۍ د کار کولو اجازه وي او خبريالان به د هر ډول خطرو او تشدد څخه ازاد وي، دا خبره دې باوري کړي".

کمیسون خپله غوښتنه بيا تکرار کړې چې " د رسنیو ازادي د جمهوري نظام دپاره ډېره مهمه ده او دا د ټولو نظرونو احاطه کوي که څه هم هغه د يو بل سره په تضاد کې وي".

د کميسون د بيان ترمخه بلوچستان کې نزدې د يوې میاشتې راهسې د اخبارونو وېش بند او نزدې ۱۵ پرېس کلبونه تړلي پراته دي، او د بلوچستان حکومت درې ځايي ورځپاڼې روزنامه انتخاب، بلوچستان اېکسپرېس او روزنامه ازادي بندې کړي دي.

اېچ ار سي پي ويلي په يوه داسې فضا کې چرته چې د اظهار ازادي د وړاندې نه د بندېزونو او خطرو سره مخ ده، په ورځپاڼو بندېز به حالات لا پسې نور خراب کړي.

پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره خطرناکو هېوادونو کې شمار دی.

په عېن حال کې چې پاکستان کې رسنۍ او خبريالان د خطرو سره مخ دي او په وروستيو کې په اسلام اباد کې په خبريالانو بريدونه هم شوي دي نن په اسلام اباد کې د خبريالانو د حقونو او هغوي ته د تحفظ ورکولو په اړوند يوه غونډه هم روانه ده.

د رسنيو يا خبريالانو د خوندي کولو د ملي غونډې په نوم راجوړه دستوره کې پښتون ملت پاله مشر افراسياب خټک ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل، "پاکستان کې جمهوريت د خطرې لاندې دی ځکه صحافت د خطرې لاندې دی".

نوموړي وويل "پاکستان کې خبريالان او رسنۍ د رياستي او غېر رياستي ادارو لخوا د خطرو سره مخ دي".

هغه زياته کړه په دغه غونډه کې به په دې بحث کيږي چې خبريالانو او رسنيو ته کوم ډول خطرې راپېښې دي او د هغې مخنیوی څنګه پکار دی.

نوموړي وويل پاکستان کې په قبايلي سیمو کې خبريالان وژل شوي او د ملک په ټولو برخو کې خبريالانو ته خطرې ورپېښې دي، او حکومت خبريالانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی دی، ځکه پارلمان لګيا دی خبريالانو ته د تحفظ ورکولو دپاره قانون جوړوي.

څيړونکي وايي د پاکستان په بېلابيلو برخو کې خبریالانو او رسنيو ته د بېلابيلو لارو دهړکې کیږي، زورول کيږي او د خبر ترلاسه کولو په مهال د خبريال په لار کې خنډان جوړول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG