لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: ځانګړو ځواکونو د طالبانو په زندان برید کړی


ځينې راپورونه د چارواکو د قوله وايي، په راخوشي کړی شوؤ کې ۲۰ پوليس شامل دي،
ځينې راپورونه د چارواکو د قوله وايي، په راخوشي کړی شوؤ کې ۲۰ پوليس شامل دي،

د افغانستان د جنوبي صوبې هلمند پوځي او ولايتي چارواکو ويلي، نن د يکشنبې يا اتوار په ورځ افغان او نړيوالو ځواکونو د طالبانو په يو زندان بريد کړی او ۳۰ تنه يې ترې راخوشي کړي دي.

چارواکو ويلي د نوزاد په ولسوالۍ يا ضلع کې ترسره شوي بريد کې د طالبانو د زندان نه د ۱۲ کالو نه کم عمر څلور ماشومان او دوه پوليس هم راخوشي کړی شوي دي.

د چارواکو په وېنا په نيول شوؤ کې ۲۰ کسان داسې دي چې هغو د حکومت سره مرسته کړې يا يې د کورنۍ غړي په پوليس او پوځ کې دي.

ځينې راپورونه د چارواکو د قوله وايي، په راخوشي کړی شوؤ کې ۲۰ پوليس شامل دي، او هغوي په سمدستي ډول روغتون ته انتقال کړی شوي او د هلته نه به يې کورونو ته لېږلی شي.

په سیمه کې د پوځ يو چارواکي عبدالقادر بهادرزي ويلي دوي په راخوشي کړو کسانو کې د شپږو تنو نه پلټنې هم کوي.

چارواکو ويلي په عملياتو کې دوي ته کوم زيان نه دی اوختی.

د هلمند په شمال کې ځايي اوسیدونکې وايي چې طالبان ګڼ زندانونه لري چې په جګړه کې نیول شوي سرتیري او له حکومت سره د همکارۍ په تور تورن کسان پکې ساتي.

وسله والو طالبانو په يو بیان کې پېښه منلې خو ويلي يې دي چې دوي په دغه زندان کې په جرمونو کې ککړ نيول شوي کسان ساتل.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG