لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ دغېرقانوني جوهري بريد کولو حکم مزاحمت به وکړي، امريکايي جنرال


سي بي اېس د هېټن په اړوند ويلي، "د اسټرېټ کوم، په حېث به هغه صدر ته مشوره ورکوي اوصدر به ورته وايي چې څه کول دي".
سي بي اېس د هېټن په اړوند ويلي، "د اسټرېټ کوم، په حېث به هغه صدر ته مشوره ورکوي اوصدر به ورته وايي چې څه کول دي".

د امریکا د لوړ پوړي پوځي کمانډر په اړوند دا خبره مخې ته راغلې، که چرته صدر ټرمپ ورته د غېر قانونه جوهري وسلې کارولو حکم وکړي، هغه به يې مزاحمت وکړي.

د امريکا سي بي اېس نيوز ويلي، د امريکې د سټرېټجک کمانډ د هوايي ځواک جنرال جان هېټن په کېنېډا کې يو نړيوال فورم ته په وېنا کې ويلي، هغه په دې اړوند ډېر فکر کړی چې که دغه ډول حکم ورته ورکړی شي نو هغه به بيا څه کوي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي جنرال ويلي، "ځينې خلک ګڼي چې مونږ احمقان يُو"، هغه وويل "مونږ احمقان نه يُو، مونږ د دې څيزونو په اړوند فکر کوواو کله چې ستاسره دا مسؤليت وي بيا به ته داسې فکر ولې نه کوې؟"

سي بي اېس د هېټن په اړوند ويلي، "د اسټرېټ کوم، په حېث به هغه صدر ته مشوره ورکوي اوصدر به ورته وايي چې څه کول دي".

هغه ويلي " که صدر ورته اووايي چې داسې کول غېر قانونه دي نو بيا قانوني څه دي نو بيا به دوي په مختلفو لارو غور کوي چې د حالاتو ترمخه څه کول وي دا دومره پېچلې خبره نه ده؟".

هغه زياته کړې چې يو غېر قانونه حکم ته ځواب کول عادي خبره ده، " او که تاسو په کوم غېر قانونه حکم عمل کوئ نو تاسو به زندان ته ځئ او تاسو به بيا ټول عمر په بند کې تېرولی شئ".

پېنټاګون په سمدستي ډول دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG