لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لشکرطيبه د حقاني شبکې څخه بيلولو امريکايي قانون


افغانستان او امريکا ادعا کوي چې پاکستان حقاني ترهګرې ډلې ته په خپله خاوره پناه ورکړې
افغانستان او امريکا ادعا کوي چې پاکستان حقاني ترهګرې ډلې ته په خپله خاوره پناه ورکړې

د امريکې کانګرس د ملي دفاع د واک ۲۰۱۸م کال دپاره مسوده کې يوه ماده يا شق ختمولو منظوري ورکړې کوم څه چې به د دې پخلی کوي چې پاکستان د ترهګرو ډلو لشکرطيبه او حقاني شبکې په ضد په ښکاره اقدامات کوي.

په دې قانوني مسوده کې اوس يواځې د حقاني شبکې نوم دی او دا د دې خبرې څرګندونه کوي چې واشنګټن اوس خپل ټول پام په افغانستان لري.

واشنګټن لشکرطيبه هم ترهګره ډله ګرځولې خو ګڼي چې دا ډله خپل عمليات تر کشميره پورې ساتي او افغانستان سره یې څه تعلق نشته.

امريکايي قانون جوړؤنکو د حقاني شبکې د لشکر طيبه نه بيلولو د لارې اسلام اباد ته دا پېغام ورکول دي چې وړومبی پام يې په حقاني شبکه دی.

د حقاني شبکې او لشکرطيبه يو بل نه بيلولو هدف دا هم ؤ چې امريکا د پاکستان نه نه يواځې دا غواړي چې د افغانستان جګړه کې د حقاني نه لاس واخلي بلکې د دې ترڅګ د اسلام اباد نه هيله لري چې د کشمیر په اړوند خپل دريځ بدل کړي.

په نوي قانون کې پاکستان ته د همکاريو په پنګو ځينې شرطونه هم لګول شوي دي او د کال ۲۰۱۸م دپاره به په مجموعي ډول ۷۰۰ ملينه ډالره تر هغه وخته پورې نه ورکوي څو پورې چې د امريکې د دفاع وزير د کانګرس د دفاع کمېټۍ ته د پاکستان په اړه د باور سند نه وي ورکړی.

په دې سند کې به دا ويل کيږي چې پاکستان د حقاني شبکې ځالې ختمې کړي، د پېسو راټولو او نوؤ کسانو ګمارلو د هغو توان يې کم کړی او په ملک کې د هغو د هلوځلو ختمولو دپاره اقدامات کوي.

د اګست په میاشت کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپلې اعلان کړې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نشي.

افغانستان او امريکا ادعا کوي چې پاکستان حقاني ترهګرې ډلې ته په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي.خو اسلام اباد وايي په ملک کې يې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG