لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که مېړه له ښځې لوړ وي نو ژوند به یې خوشحاله وي


یوه نوې سروې ښيي، د هغې واده کړې جوړې ژوند خوشحاله وي چې مېړه یې له ښځې لوړ قد ولري.

پدې اړه په روان کال کې په اندونیزیا کې یوه سروې شوې ده چې کابو ۸۰۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې ده.

څومره چې د ښځې او د خاوند ترمنځ په ونه یا قد کې ډېر توپیر وي هغومره به خوشحاله ژوند ولري.

خو دا خبره د واده تر ۱۸ کلنۍ پورې کار کوي او تر هغې وروسته بیا د خوشحالۍ په کچه کې کموالی راځي.

په سروې کې ویل شویدي، له لوړ سړي څخه ښځه ډیره خوشحاله وي، پیسې ډیرې ګټي او په ځان باندې تر ټیټ سړي ډیر باور لري.

په سروې کې دا هم راغلي دي چې په لوړ سړي باندې د کاري وړتیا په برخه کې ښه باور کېدای شي، په دنده او کاروبار کې ژر وده او پرمختګ کوي او له همدې امله د ډیرو پیسو په ګټلو ترې ښځه هم ډیره خوشحاله وي.

ددې ترڅنګ لوړ سړي له ټیټو څخه ښکلي ښکاري نو دا هم د ښځې د خوشحالۍ دلیل کیدای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG