لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي۱۰لیګ سیالۍ:ګل پاڼه دپښتون لوبډلې برانډ ایمبیسډره ټاکل شوې


ګل پاڼه
ګل پاڼه

د۱۴م دسمبر نه په شارجه کې د ټي ۱۰ په نوم دکرکټ پیل کیدونکو سیالیو کې دشاهد اپریدي په مشرۍ “پښتون” لوبډلې د پښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼه خپله برانډ ایمبیسډره ټاکلې ده.

ښاعلی شاهد اپریدی د ۱۰ؤ اوورونو په دغو سیالیو کې دخپلې لوبډلې “پښتون “ګټې ته هیله مند دی اؤ وایي پیئلې یې وه چې یو کال د ټي ۲۰ کرکټ سیالیو کې دلوبیدلو وروسته به کرکټ سره تل دپاره خدایې په اماني وکړي خو ټي ۱۰زړه راښکونکو سیالیو بیا ځان ته راښکلی دی.

میډیا سره خبرو کې شاهد اپریدي ویلي د ۱۰ اوورنو لنډه لوبه کې به لوبغاړو ته دخپلو صلاحیتونو دڅرګندؤلو موقعه په لاس ورځي اؤ دابه یوه دتلوسې نه ډکه اؤ زړه راښکونکې لوبه وي.

د ټي ۱۰ کرکټ دغه سیالۍ د۱۴م دسمبر نه دمتحده عرب اماراتو په شارجه ایالت کې پیل کیږي چې تر ۱۷ دسمبر به دوام وکړي.

د۱۰ؤ اوورونو دغه سیالیو کې شپږ لوبډلې د پښتون، پنجاب لیجنډز،مراټهاعربینز،کیراله کنګز، بنګال ټائیګرز اؤ سریلینکا په نومونو برخه اخلي.

دپښتون ټیم مشري دپاکستان دکرکټ لوبډلې پخواني کپتان شاهد اپریدي ته سپارل شوې اؤ دغه لوبډلې وتلې پښتنه سندرغاړې ګل پاڼه خپله برانډ ایمبیسډره مقرر کړې ده.

ګل پاڼه چې دنوي کول په زلمو کې زیات مقبولیت لري وایي ډیره لیواله ده چې دکرکټ په دغو سیالیو کې ګټه د پښتنو لمنې ته پریوځي.

ډیوه راډیو ته ګل پاڼې ویلي پخپله پښتنه ده، پښتانه پرې د زړه نه ګران دي اؤ چرته چې هم د پښتون د بري خبره وي نو هغه به یې ترشا کلکه ولاړه وي.

د ټي ۱۰ کرکټ سیالیو کې دپښتون لوبډلې په ملاتړ ګل پاڼې په سوشل میډیا خپل ویډیوي پیغامونه هم خپاره کړي دي

دخپل یو ویډیو پیغام پیل هغې په دې پښتو ټپه کړی چې

ما دپښتون لالي نه ځار کړې

چې راسره وي زه پرې هسې ډاډه یمه

دکرکټ په دغو سیالیو کې دنړیوال کرکټ دتیر اؤ موجوده وخت ځینې مهم لوبغاړي برخه اخلي چې پکې دبنګله دیش تمیم اقبال،شکیب الحسن، د ویسټ انډیز ډیرن سیمي، ډیرن براوؤ، کیرون پولارډ، سموئل سمنز، دنیوزي لینډ لیکوک رانکي، دانګلینډ الیکس هیلز،عادل رشید، کرس جارډن ، دسریلنکا کمار سنګاکارا، نګانا هیرتهـ، دپاکستان شاهد اپریدي، فخرزمان،حسن علي ، مصباح الحق،عبدالرزاق جنید خان،عمرګل، محمدعامر،حسن خان اؤ نور شامل دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG