لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم د فاټا په اصلاحاتو د رېفرنډم امکان رد کړی


د فاټا د ځوانانو جرګه چې پکې د زده کوونکو سازمانونه رايوځای شوي د تېرې يوې مياشتې راهسې د سياسي ګوندونو مشرانو او حکومتي چارواکو سره د اصلاحاتو په اړوندليدنې کوي.
د فاټا د ځوانانو جرګه چې پکې د زده کوونکو سازمانونه رايوځای شوي د تېرې يوې مياشتې راهسې د سياسي ګوندونو مشرانو او حکومتي چارواکو سره د اصلاحاتو په اړوندليدنې کوي.

د قبايلي سيمې د ځوانانو جرګې سره په ليدنه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي فاټا کې د رېفرنډم کولو امکان رد کړی، او ويلي يې دي زر تر زره به عدالتي نظام سيمې ته وغځوي.

د ځوانانو جرګې د فاټا اصلاحاتو په اړوند نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د وزيراعظم سره ليدلي دي.

د جرګې يو غړي شوکت عزيز ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل، په ليدنه کې ورته وزیراعظم باور ورکړی چې زر تر زره به د ملک عدالتي نظام قبايلي سیمو ته وغځول شي.

خو د کال ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ دپاره د سيمې نه د چوکو په اړوند يې ورته ویلي چې دا به ممکنه نه وي.

"وزيراعظم راته وويل چې د ځينې تکنيکي ستونزو له کبله ممکنه نه ده چې په ۲۰۱۸م کې قبايلي سيمو ته د صوبايي اسمبلۍ دپاره چوکۍ ورکړي، خو د عدالتي نظام غځولو باور يې راکړو".

شوکت عزيز وايي وزيراعظم سره يې فاټا کې د رېفرنډم کولو د غوښتې په اړه هم خبرې وشوې او هغه ورسره د " رېفرنډامکان رد کړو او وې ويل چې زیات خلک کومه غوښتنه لري هم په هغې خبره به عمل کیږي".

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو په لړ کې د مسلم ليګ ن ډلې د مرکزي حکومت اتحادي دوه ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمااسلام (ف) نه علاوه نورې ټولې غټې سیاسي پارټۍ په دې حق کې دي چې قبايلي سېمي په ياده صوبه کې شامل شي.

خو محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د مخالفت ترڅنګ دريځ وړاندې کوي چې د سېمې د راتلونکې فېصله دې د قبايلي اولس په خوښه د رېفرنډم د لارې وشي.

د پخواني وزيراعظم نوازشریف په وېنا د هغه د سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ يوه کميټي جوړه شوې وه چې د فاټا اصلاحاتو په اړوند سپارښتې وړاندې کړي او دغه کمېټۍ په خپلو سپارښتونو کې بيا ويلي ؤ چې د سيمې زيات خلک غواړي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل شي.

شوکت عزيز وويل چې وزيراعظم ورته په ليدنه کې دا هم وويل چې د فاټا د اصلاحاتو په اړوند کومې خبرې د بحث لاندې دي لکه په هغو کې د اېن اېف سي په اېوارډ کې برخه ورکول او ځینې نورې ستونزې په هغو باندې به په راتلونکو غونډو کې خبرې وشي او موافقه به کيږي.

عزيز زياته کړه وزیراعظم ورته دا هم وويل چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک ته به وايي چې د نور ملک په رنګ په فاټا کې انتخابي حلقه بندۍ وکړي.

د فاټا د ځوانانو جرګه چې پکې د زده کوونکو سازمانونه رايوځای شوي د تېرې يوې مياشتې راهسې د سياسي ګوندونو مشرانو او حکومتي چارواکو سره د اصلاحاتو په اړوندليدنې کوي.

د ځوانانو د جرګې يو بل غړی فرهاد علي وايي د حکومتي چارواکو او سياسي ګوندونو د مشرانو سره ليدنې کوي خو د هغو د ادعاؤ څخه ډېر خوشبينه نه دي ځکه چې وعدې ورسره کیږي خو وفا کوي يې نا.

"عمران خان راته ويلي ؤ چې که په پينځه ورځو کې د فاټا اصلاحات عملي نشو دويې به په دغه اړوند خپلې هڅې تېزوي او که ضرورت پېښ شو نو دوي به په اسلام اباد کې دهرنا هم ورکوي،خو د ۲۰ ورځو تېرېدو وروستو د هغه څه غبرګون مخې ته رانغلو".

عمران خان په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه ګوند تحريک انصاف مشر دی او دريځ لري چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG