لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د اپيمو پېداوار ۸۷ فيصده سېوا شوی


تېر کال په افغانستان کې د اپيمو پېداوار ۴۸سوه مېټرک ټنه وو.
تېر کال په افغانستان کې د اپيمو پېداوار ۴۸سوه مېټرک ټنه وو.

افغانستان کې سږ کال د اپيمو يا کوکنارو کښت (پېداوار) ۹زرو ټنو ته رسېدلی کوم چې د تېر کال په پرتله ۸۷ فيصده زيات شوی دی.

تازه شمېرې د افغانستان د نشه يې توکو پرضد مبارزه کوونکي وزارت او ملګرو متلونو د نشه يي توکو او جرمونو د مخنيوي ادارې (يو اېن او ډي) په سروی کې مخې ته راغلي دي.

تېر کال په افغانستان کې د اپيمو پېداوار ۴۸سوه مېټرک ټنه وو.

دا وخت افغانستان په ګرده نړۍ کې تر ټولو زيات اپيم پېدا کوونکی ملک دی. د کوکنارو يا اپيمو نه هيروئن او نور نشه يي توکي تياريږي.

سږ کال په دغه هېواد کې د کوکنارو فصل په درې لاکه ۲۸ اېکړه ځمکه باندې کرل شوی کوم چې د تېر کال په پرتله ۶۳ فيصده سېوا دی.

د امریکايي پوځ د اټکل ترمخه طالبان د خپلو عملياتو دپاره د ۶۰ فيصدو نه زياتې مالي مرستې يا فنډونه د غېرقانونه نشه يي توکو د کر او توليد څخه ترلاسه کوي.

راپورونه وايي امريکا د نشه يي توکو د مخنيوي دپاره افغانستان کې د کال ۲۰۰۲م نه تراوسه پورې اته اربه ډالره خرڅ کړي خو د کوکنارو پېدا وار د کمېدو په ځای زيات شوی دی.

د تېر کال په پرتله سږ کال يواځې لس صوبې داسې دي چې هلته کوکنار دي کرل شوي تېر کال ۱۳ صوبې د کوکنارو نه پاکې پاتې وې.

افغانستان کې تر ټولو زيات کوکنار، اپيم په جنوبي هلمند صوبه کې پېدا کيږي، چرته چې ویل کيږي په ۱۴ ولسواليو کې نهه د طالبانو په لاس کې دي او هلته راپورونه وايي د کوکنارو په کر کې ۷۹ فيصده زياتوالی راغلی دی کوم چې د ټولې اضافې نيمه ده.

افغانستان کې د بيا رغونې د چارو امريکايي ځانګړي چارواکي جنرل جان سوپکو د روانې مياشتې په سر کې د کانګرس يوې اورېدنې ته ويلي ؤ، چې په دغه هېواد کې د غېر قانونه نشه يي توکو د مخنيوي ناکامي په امريکايي تګ لاره او امنيتي نشتوالي باندې راوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG