لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ چوکۍ دې د سرشمېرنې په حساب ورکړی شي، فافېن


فافېن وايي قبايلي علاقو ته د قامي اسمبلۍ څوکيو زياتولو فېصلې نه وړاندې ددغې سيمې د سبا يا راتلونکې فېصله پکار ده
فافېن وايي قبايلي علاقو ته د قامي اسمبلۍ څوکيو زياتولو فېصلې نه وړاندې ددغې سيمې د سبا يا راتلونکې فېصله پکار ده

په پاکستان کې د رڼو او بې طرفه انتخاباتو د څار بې غېر دولتي ادارې فافېن د نوې سرشمېرنې په اساس د اسمبلۍ د څوکيو په ممکنه بدلون سختې اندېښنې ښودلي او دغه ګام يي د ۱۹۷۳ د ائين نه سرغړونه بللې ده.

دا اداره وايي دغه ممکنه بدلون به د پاکستان د ائين پېنځم شق ارټيکل ۵۱م په بشپړ ډول بدل کړي.

د پاکستان د اساسي قانون دا ارټيکل وايي په پاکستان کې دې د ټولو صوبو او قبايلي سيمو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د څوکيو حساب د سرشمېرنې په اساس اوکړی شي.

فافين ډله وايي په وړانديز کړی شوي بل کې قبايلي سيمې د دغې چوکاټ نه ويستل شوي دي چې د قانون سرغړونه ده.

د نوې فارمولې ترمخه قبايلي سيمو ته په قامي اسمبلۍ کې د ۱۲ څوکيو ورکولو وړانديز شوی چې فافين وايي د پاکستان د ائين ترمخه د قبايلي علاقو د ابادۍ په حساب دوه چنده زياتې دي.

فافين وايي د قبايلي علاقو د سرشمېرنې په حساب ددوي شپږ دقامي اسمبلۍ څوکۍ رسي.

خو په ممکنه بدلون کې ورته ۱۲څوکۍ ورکړی شوي چې پکې درې څوکۍ له پنجاب نه، دوه د سند صوبې نه او يوه د خېبر پښتونخوا نه کمې کړی شوي دي.

فافېن وايي قبايلي علاقو ته د قامي اسمبلۍ څوکيو زياتولو فېصلې نه وړاندې ددغې سيمې د سبا يا راتلونکې فېصله پکار ده چې يا د پښتونخوا صوبې سره ګډه شي او ياورته د بيلې صوبې حېثيت ورکړی شي.

د پاکستان دوه سياسي ګوندونو پېپلز پارټۍ او متحده قامي مومنټ د دغې بل د نه منظورولو ګواښ کړی، او د پېپلز پارټۍ په غوښتنه د ګډو ګټو کونسل يا (کونسل اف کامن انټرسټ) ته د بياکتنې لپاره استول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG