لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په خېبر پښتونخوا کې یوه ښځه خپل مېړه سوزولې ده


د پاکستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د غېرت په نوم ښځې وژل کيږي.
د پاکستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د غېرت په نوم ښځې وژل کيږي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې یوه ښځه وروسته له هاغې سوزول شوې ده کله چې یې خپل مېړه ته د دوهم واده کولو لپاره اجازه ورنکړه.

دغه ظالمانه پېښه تر شلو ورځو پورې له خلکو پټه ساتل شوې وه او یادې ښځې پرون د سه شنبې یا نهې په ورځ د خپلو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو هم له دغې پېښې چې د ګارا اکورو خان کلي کې شوې بې خبري ښودلې ده.

د سوزول شوې میرمنې پلار محمد خان وویل چې لور یې په زور سره په ۱۷ کلنۍ کې فیض محمد ته واده شوې وه.

پلار یې دا هم ویل چې محمد غوښتل دوهمه ښځه وکړي. په دې ورسره زما لور لانجه وکړه او هغه پرې پټرول وشېندل او اور یې ورته ورته کړ.

محمد خان دا هم وویل چې د لور مېړه یې ددې لپاره چې خپل جرم پټ کړي دا ویل چې ښځې يې خپل ځان په ځپله سوزولی دی.

پولیسو فیض محمد وروسته له هاغې ونیوه کله چې یې خسر يا سخر پرې د پولیسو سره اېف ايي ار درج کړو.

د سوزل شوې انجلۍ يا جينۍ پلار له پولیسو څخه وغوښتل چې د وژل شوې لور په اړه دې له پلټنو وروسته قانوني سزا ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG