لاس رسیدونکی لینک

د فاټا خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره هرې قربانۍ ته تيار يو، اسفنديار


اسفنديار د محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان په دريځ نيوکې وکړې چې دوي د فاټا په اړوند دوه مخې خبرې کوي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، ګوند يې د قبايلي سيمې فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو دپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته تيار دی.

اسفنديار ولي خان نن د دوشنبې په ورځ د بلوچستان صوبې په چمن سيمه کې د ګوند يوې جلسې ته په وېنا کې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو په اړوند ډېری خبرې وکړې.

نوموړي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ او جمعيت علمااسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په دريځ نيوکې وکړې چې دوي د فاټا په اړوند دوه مخې خبرې کوي.

محمودخان اچکزۍ اومولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او وايي د سيمې د راتلونکې فېصله دې د رېفرنډم د لارې د خلکو نه په تپوس وشي.

اسفنديار وويل محمودخان دا دريځ هم لري چې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو باندې افغانستان خفه دی چې د ډېورنډ د کرښې اصليت دپاره زيمانه پرېکړه ده.

اسفنديار په ځواب کې وويل د افغانستان سره د وړاندې نه په پوله پرتې چترال او دير ضلعې په خېبرپښتونخوا کې شاملي دي او بلوچستان کې چمن ضلع هم دغسې ده نو افغانستان خو په دې خفه نه دی.

هغه وويل د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو ته د امريکا ايجنډا ويل کيږي خو دا خبره دې ياده وي چې په دغه سيمه د وړاندې نه انګرېز وېشلې ده او د انګرېز جوړ قانون پکې اوس هم روان دی.

اسفنديار وويل مولانا فضل الرحمان د فاټا په اړوند دوه مخې پاليسي لري، خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو ته د انګريز ايجنډا وايي، خو د عوامي نيشنل ګوند سره جماعت اسلامي او نور ګوندونه هم د فاټا په صوبه کې شاملېدو ټينګار کوي.

هغه وويل خو مولانا بيا د اېم اېم ای په جوړېدو کې د جماعت اسلامي سره ملګرتيا کوي چې د هغه په وېنا د انګرېز په ايجنډا د فاټا خبره کوي.

د ښاغلي اسفنديار په وېنا مولانا په فاټا کې ځانله صوبه او د خپلې باچاهۍ دپاره غواړي خو داسې به ونشي.

نوموړي د واکمنه ګوند مسلم ن په دغو دواړو اتحاديانو دا نيوکه هم وکړه چې د سي پېک په اړوند د نوازشریف د کړو وعدوه چې لويديځ روټ به جوړوي د هغې تپوس ولې نه کوي.

په چمن کې عوامي نيشنل ګوند نزدې ۱۳ کاله وروستو دغه جلسه وکړه.

XS
SM
MD
LG