لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د حزب الاحرار په نوم نوې ډله اعلان کړې


د حزب الاحرار په نوم ډله د مکرم خان مهمند په مشرۍ اعلان شوې ده.
د حزب الاحرار په نوم ډله د مکرم خان مهمند په مشرۍ اعلان شوې ده.

د پاکستاني طالبانو د سيوري لاندې جماعت الاحرار ډلې نه د حزب الاحرار په نوم يوه بله ډله د يو شمېر اختلافونو په سر جدا شوې او ويلي يې دي يواځې پاکستان کې دننه به خپل جهادي عمليات کوي.

د نوې ‌‌‌‌‌‌ډلې حزب الاحرار مشري مکرم خان مومند کوي. د پاکستاني طالبانو په اوسنيو او پخوانيو مشرانو او نورو پېژندلو څېرو کې مکرم خان مومند نا اشنا نامه ده.

حزب الاحرار کې څوک دي؟

د حزب الاحرار په نوم ډلې اعلان يوه خپره شوې ويډيو کې چې د وسلو په لاس څو کسان راجمع شوي ناست دي او په پښتو ژبه کې خبرې کوي، خو دا نه ده مالومه چې دا ويډيو په کوم ځای کې او کله جوړه شوې ده.

په ويډيو کې د کمانډر مسلم يار په نوم يو تن د نوې ډلې اعلان کوي چې د جماعت الاحرار سره د اختلافاتو په سر يې حزب الاحرار ډله جوړه کړه او دغه تن په خپلو خبرو کې د جماعت الاحرار سره د اختلافاتو تفصيل هم وايي.

مسلم يار په رسمي ډول د ډلې ترڅنګ د وياند نوم هم اعلانوي چې ډاکټر عزیز يوسفزی به يې وياند وي او وايي "جهاد به يې يواځې د پاکستان پورې محدود وي".

څيړونکی طاهر خان وايي په څرګنده په دې ډله کې د شاملو خلکو شمېر نه دی مالوم، بل دا چې دوي دا وخت چرته دي، خو دغه رنګ ډلې بيا داسې توان ضرور لري چې هدفي عمليات وکړي.

نوموړی زياتوي چې د جماعت الاحرار نه په دې ډله کې څومره خلک شامل شوي يا د بهر نه ورله څومره راغلي خو ويل کيږي چې نزدې نيم خلک په دې نوې ډله کې شامليږي، بل دا چې د دې بلېتون سره به جماعت الاحر څومره کمزورې شي دا به وروستو مالوميږي.

هغه دا هم وويل داسې هم نه ښکاري چې دا ډله په داعش کې ورګډه شي

مکرم خان مومند څوک دی؟

ويل کيږي مکرم خان د قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لري او د جماعت الاحرار ډلې د عسکري څانګې مسؤل ؤ او په دغه ډله کې يې خپل ځای درلود.

ويل کيږي هغه د خپلې ډلې د مشرانو سره په ځينو خبرو اختلاف لرو، او د دغه ويډيو په اخره کې هغه په خپل غږيز پېغام کې د جماعت الاحرار د ځينو بريدونو يادګېرنه کوي چې پکې د واهګه په پوله برید، د مردان په کچرو بريد او لاهور کې په عيسايانو بريد هم يادوي چې په دې کې عام خلک وژل شوي وو.

هغه وايي د دغو اختلافونو ترڅنګ يې د ځينو نورو خبرو سره هم اتفاق نه کوو او مشرانو يې خبره نه اورېده ځکه دوي د بلېدو فېصله وکړه، هغه وايي ډېر زر به خپله پوره تګلاره اعلان کړي .

جماعت الاحرار څنګه جوړه شوې وه؟

جماعت الاحرار د پاکستاني طالبانو د سيوري لاندې په کال ۲۰۱۴م کې د عمرخالد خراساني په مشرۍ جوړه شوې او هغه وخت هم ويل شوي وو چې دا ډله د مشرانو د اختلافاتو په سر جوړه کړې شوه.

دې ډلې په ملک کې د يو شمېر ترهګر بريدونو زمه وارۍ منلي، او په وروستيو کې ويل کېده چې د دغه ډلې مشر په امريکايي ډرون برید کې ژوبل او بيا وژل شوی دی خو د هغې خبر د ازادو سرچينو يا طالب وسله والو لخوا پخلی نه دی شوی.

ويل کيږي احرار ډله کې زياتره د مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکي تندلاري شامل دي او دوي په کال ۲۰۰۷م کې د اسلام اباد سُور جومات (لال مسجد) د پوځي عملياتو وروستو خپلې هلې ځلې پېل کړې وې.

د عبدالولي عرف عمرخالد خراساني په مشرۍ دا ډله ملګرو ملتونو سږ کال او پاکستان تېر کال د لاقانونه ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړې ده.

د سږ کال اپرېل په مياشت کې د پاکستان پوځ ويلي د دغه ډلې ویاند احسان الله احسان ځان پوځ ته سپارلی دی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي په قبايلي سیمو کې د پوځي عملياتو له امله ټول د پولې نه پورې غاړې افغانستان ته تښتېدلي دي، چې پکې د جماعت الاحرار د تندلارو هم ويل کيږي.

د حزب الاحرار په اړوند د دغه ډلې کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG