لاس رسیدونکی لینک

بنو: چاؤدنه کې د درېو پوځيانو په ګډون ۷ تنه ژوبل شوي


د پوځ کاروان نيمې قبايلې علاقې اېف ار بنو ته په لار ؤ چې د برید ښکار شوی دی.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلع بنو کې د پوځ په يو کاروان بمي چاؤدنه کې د درېو پوځي سرتېرو په ګډون اووه ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا چاؤدنه د بنو نورړ په علاقه کې رامنځته شوې او د پوځ کاروان نيمې قبايلې علاقې اېف ار بنو ته په لار ؤ چې د برید ښکار شوی دی.

پېښه کې ژوبل سرتيري او عام کسان روغتونونو ته وړل شوي او امنيتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د سرچينو ترمخه په ژوبلو کې د يو ملکي وګړي حالت مرګونی دی.

راپورونه وايي عملياتو کې ځينې مشکوک کسان نيول شوي خو د بنو پوليس د نيولو شوؤ کسانو په اړوند سمدستي مالومات نه دي خپاره کړي چې دوي څوک دي.

پاکستاني طالبانو د چاؤدنې زمه واري منلې او ويلي يې دي بارودي مواد په موټرسائيکل کې اېښودی شوی او چاؤدنه کې د پوځ يو ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی دی.

XS
SM
MD
LG