لاس رسیدونکی لینک

دترهګرۍ په ضد څومره پیسې خرچ شوي؟پاکستان ته هیڅ معلومه نه ده


دپاکستان حکومت وایي دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې بې خرته پیسې لګولي خو دا ورته نه ده معلومه چې څومره پیسې په څه خرچ شوي دي.

دپاکستان د سینیټ چئیرمین ښاغلي رضا رباني دحکومت لخوا دترهګرۍ په ضد مصرف شوؤ پیسو نه دحکومت ناخبري حیرانوونکې ګڼلې اؤ وایي چې دا څه دمړو مال نه دی چې ولګول شو اؤ درک یې نه لګي چې په څه په څه لګول شوی.

دسینیټ چئیرمین وایي حکومت ته به حساب ورکول وي چې دغه پیسې یې چرته خرچ کړي دي.

له دې وړاندې امریکا ویلي وؤ پاکستان ته یې د ترهګرۍ په ضد جګړې دپاره په اربونو ډالر ورکړي دي.

د جمعې په ورځ دسینیټ دغونډې په مهال دپاکستان دکورنیو چارو دمملکت وزیر بیلغ الرحمان څخه سنیټیرانو پوښتنه کړې چې سینیټ ته باید په ډاګه کړي چې حکومت د ترهګرۍ په ضد تر اوسه څومره پیسې لګولي دي؟

ددغه پوښتنې ځواب کې دمملکت وزیر بلیغ الرحمان دترهګرۍ په ضد جګړه باندې د لګول شوؤ پیسو دحساب کتاب نه بې خبري وښوده اؤ وې ویل” ویل کیږي خو داسې چې په دغه جګړه بې خرته روپۍ لګول شوي خو ددې حساب کتاب موجود نه دی چې څومره پیسې په څه لګول شوي دي؟”

هغه وویل حکومت سره د لګول شوؤ پیسو څه بیل تفصیلات نه شته خو دکولیشن سپورټ فنډ دلاندې چې کومې پیسې لګول شوي دهغې تفصیلات لري.

هغه وویل تر اوسه چې په دې جګړه څومره پیسې لګول شوي دهغې یوازې اندازه لګول کیدی شي خو ددغو پیسو بیلؤل چې ګنې کومې پیسې په کومه څانګه کې مصرف شوي یو پیچلی اؤ اوږد عمل دی.

دمملکت د وزیر په دغه جواب دسینیټ چئیرمین سخت قاریدلی اؤ هغه ته یې ویلي چې دخپل بیان په نقصاناتو باید غور وکړي

دسینیټ چیرمین وویل “ستا په بیان خو زه حیران اؤ‌ پریشان شوم که حکومت سره دترهګرۍ په ضد جګړه باندې دلګول شوؤ پیسو حساب کتاب نشته نو دا دمړو مال خو نه دی ، حکومت ته به سبا حساب ورکول وي”

په دغه موقعه دسینیټ چئیرمین رضا رباني حکومت ته ویلي چې په راتلونکې غونډه کې دې سینیټ دټولو تفصیلاتو نه خبر کړي چې دترهګرۍ په ضد یې څومره پیسې په کومو څانګو کې لګولي ګنې هغه به دغه مسلې نه لاس نه اخلي

دامریکې صدر افغانستان اؤ سویلي ایشیاء دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال ویلي وؤ چې امریکې پاکستان ته دترهګرۍ په ضد جګړې دپاره په اربونو ډالر ورکړي دي.

همدغه شان دنړۍ یو شمیر نور هیوادونه اؤ سازمانونه هم دعوې لري چې دترهګرۍ په ضد جګړې دپاره یې پاکستان ته وخت په وخت درنې مرستې ورکړي دي.

خو پاکستان نه دی خبر چې دغه پیسې یې چرته لګولي دي.

امریکایي سناتور ټیډپو تیرکال تور لګولی ؤ چې پاکستان ته کومې درنې پیسې دترهګرۍ دمخنیوي دپاره ورکړل کیږي پاکستان هغه دترهګرو په پالنه مصرف کوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکاري دی

XS
SM
MD
LG