لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان مذهبي ګوندونه بیا خپل ائتلاف راژوندی کوي


ادمذهبي ګوندونو دغه ائتلاف دکال ۲۰۰۲م نه تر ۲۰۰۷م پورې خیبرپښتونخوا صوبه کې حکومت کړی ؤ

دپاکستان بیلابیلو مذهبي ګوندونو یو ځل بیا دخپل سیاسي ائتلاف متحده مجلس عمل دبحالولو پریکړه کړې اؤ وایي ددسمبر په میاشت کې به په باقاعده ډول ددغه ائتلاف د راژوندي کولو اعلان وکړي.
دمذهبي ګوندونو دغه ائتلاف دکال ۲۰۰۲م نه تر ۲۰۰۷م پورې خیبرپښتونخوا صوبه کې حکومت کړی ؤ اؤ ددغه واکمنۍ په مهال دهغوئ سیاسي مخالفینو په متحده مجلس عمل تور لګولو چې صوبه کې یې دطالبانو په څیر واکمني جوړه کړې ده.
دمتحده مجلس عمل د ائتلاف بیا راجوړولو اعلان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال کړی دی.
د سراج الحق سره په دغه موقعه د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا سیمع الحق ،دجمعیت علماء پاکستان مشر پیراعجاز هاشمي اؤ دنورو مذهبي ګوندونو مشران هم موجود وؤ‌.
سراج الحق وویل چې ددسمبر میاشت کې به کراچۍ کې د شاه اویس نوراني په کور کې د ټولو مذهبي ګوندونو مشران راغونډ شي اؤ ددغه ائتلاف دبحالۍ اعلان به وکړي.
مولانا فضل الرحمان چې ددغه ائتلاف د بیا راجوړولو سرخیل ګڼل کیږي خبریالانو ته ویلي چې ټول مذهبي ګوندونه په دې خبره صلاح شوي چې باید خپلو کې بیا دسره یوموټی شي.
دپاکستان دمذهبي ګوندونو دغه ائتلاف په کال ۲۰۰۲م کې دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ جوړ شوی ؤ چې پینځه کاله یې په خیبر پښتونخوا صوبه واکمني کړې وه.
دایم ایم ای دحکومت په مهال دهغوئ سیاسي مخالفینو تور لګولو چې دغه مذهبي اتحاد خیبر پښتونخوا کې دطالبانو په څیر واکمني جوړه کړې اؤ دپښتنو کلتور اؤ ټولنیز ژوند ته یې سخت زیانونه اړولي دي.
هم ددغه حکومت په مهال دپيښور د ډبګرۍ سیمې نه هنرمندان ویستل شوي، عکس لرونکي سائن بورډونه مات کړل شوي اؤ دپيښور په یوازیني کلتوري مرکز نشترهال کې په کلتوري فعالیتونو بندیز لګولی شوی ؤ.
وروستو چې کله ددغه سیاسي مذهبي ائتلاف د واکمنۍ موده سرته ورسیده نو پکې سیاسي اختلافونو سر راپورته کړو اؤ دغه ائتلاف مات شو

XS
SM
MD
LG