لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو وایي ۲۰۱۸ کې به دافغانستان جګړه نوې بڼه خپله کړي


ناټو فیصله کړیده چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي
ناټو فیصله کړیده چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو په جگړې کې په زرگونو تنه افغان عسکر وژل شویدي، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي چې افغان عسکر به ډیر ژر د دې جوگه شي چې د طالبانو د حملو مخه ونېسي.

جنرال نیکولسن وایي چې په ٢٠١٨ کال کې به د افغانستان جگړه یوه نوي بڼه غوره کړي او افغان ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې دغو حملو ته ځواب ووایي.

جنرال نیکولسن دغه وینا په داسې وخت کې کړیده چې ناټو فیصله کړیده چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي.

امریکا غواړي چې زرگونه نور غربي عسکر افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ورشي.

جنرال نیکولسن په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په مهال وویل چې د قوماندان په توگه د افغان عسکرو په هکله دا نظر لري چې د هغوي د قابلیت کچه زیاته شویده. هغه وویل چې د دې باوجود چې ځېنې سختې جگړې وشوې خو دښمن د خپلو اهدافو په تر لاسه کولو کې ناکامه شو.

د ښاغلي نیکولسن اشاره دې خبرې ته وه چې طالبان تر اوسه پورې په دی کې نه دي کامیابه شوي چې یو لوی ښار ونېسي.

ناټو اعلان کړیدی چې د ائتلافي ځواکونو شمیر به د ١٣،٠٠٠ نه ١٦.٠٠٠ ته لوړ شي او دغه نوي دری زره عسکر به د امریکا د پوځ نه ورځي.

په اروپا کې د ناټو مشر جنرال کرټس سکپروټي وویل چې هغوي په دې کې ناکامه شويدي چې د نیکولسن سل فیصده غوښتنې ومني لیکن هغه وویل چې د یو څو غړو ملکونو سره خبرې رواني دي.

نیکولسن وایي چې په افغانستان کې د غربي عسکرو مهم مسولیت دا دی چې افغان عسکر او پولیس وروزي.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG