لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرایجنسي:په امنیتي پوستو بریدونو کې یو پوځي اؤ پینځه ترهګر وژل شوي


راجګال د خیبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه ده چې پوله یې افغانستان سره لګیدلې
راجګال د خیبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه ده چې پوله یې افغانستان سره لګیدلې

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان دخاورې څخه ترهګرو دپاکستان قبائیلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې دپاکستاني بوځ په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پکې یو پوځي وژل شوی.

پوځ دعوه کوي چې دپوځ په ځوابي ډزو کې پینځه ترهګر هم وژل شوي دي.

د زیارت په ورځ دپاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي چې د پوځ په امنیتي پوستو ترهګرو دغه برید دخیبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه راجګال کې کړی دی.

پوځ دعوه کړې چې ترهګر دپولې دپورې غاړې څخه را اوښتي وؤ خو پوځ یې په مړانه مقابله کړې اؤ پینځه ترهګر یې وژلي دي.

پوځ په دغه برید کې دوژل شوي سپاهي نوم محمد الیاس ښودلی دی.

پوځ دا هم ویلي چې دافغانستان سره پیوست دغه قبائیلي سیمه کې حکومتي واکمني نه وه اؤ‌ پوځ پکې نوې پوستې جوړې کړې وې ځکه ترهګرو د موقعې په موندلو سره په دغو نوؤ پوستو بریدونه کړي دي.

راجګال د خیبر ایجنسۍ هاغه لرې پرته سیمه ده چې په ۱۶م جولایي پکې دپاکستان پوځ د ترهګرو په ضد دخیبر ۴ په نوم عملیات پیل کړي وؤ.

وروستو داګست په میاشت کې دپاکستان دپوځ ویاند دعوه وکړه چې دغو عملیاتو کې یې ۲۵۰ کېلومتره سیمه له ترهګرو پاکه کړې ده.

پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي وؤ چې په دغې سیمه کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په اوږدو کې يې ۵۲ ترهګر وژلي، ۳۱ یې ټپیان کړي، ۴ تسلیم شوي او په خبره‌یې چې د ترهګرو پر ضد جګړه کې د پوځ ۲ سرتېري هم وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG